1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي ۵۴۰۰۰ مهاجر بند پاته دي

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۲, سه‌شنبه

د يونان هيواد چارواکي وايي چي په دغه هيواد کي د بندو پاتو مهاجرو شمېر ۵۴۰۰۰ دی. د بالقان د مسير د بندېدو راهيسي دا د خپل طرز لومړي اعداد و شمېرې دي.

https://p.dw.com/p/1Jnn1
Idomeni Grenze Polizei Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د يونان حکومت وايي چي هغه مهاجر چي په دغه هيواد کي بند پاته دي شمېر يې ۵۴۰۰۰ زره دی. د يونان اړونده دولتي وزير جيانيس ماوسالاس د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۳مه نېټه) دغه اعداد او شمېرې وړاندي کړې.

د روان مېلادي کال په پېل کي د مهاجرو پر مخ د بالقان مسير د تړل کېدو راهيسي د خپل طرز دغه لومړۍ اعداد او شمېرې دي چي د يونان حکومت وړاندي کړې. يونان په دغو کي د هغو مهاجرو حساب نيولی چي غوښتل يې د بالقان له لاري نورو اروپايي هيوادونو لکه آلمان ته ځان ورسوي، خو د بالقان مسير د بندېدو له کبله په يونان کي بند پاته دي.

د دې څخه تر مخه چي د ۲۰۱۶ کال په پېل کي د بالقان مسير وتړل سي، پر دغه مسير تر يو مليون څخه زيات پناه غوښتونکي و شمال لوېديځي اروپا ته واوښتل.

ماوسالاس وويل چي د يونان چارواکي په دې توانېدلي چي په تيرو مياشتو کي تر يوې اندازې د مهاجرو د ثبتولو په ترڅ کي «په ګډوډي کي نظم» رامنځ ته کړي. کله چي د مارچ په مياشت کي د بالقان مسير وتړل سو نو يونان يو شمېر نور اضافه مهاجر کمپونه فعاله کړل.

کله چي د مارچ په ۱۸مه نېټه د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د مهاجرو پر سر تړون وسو، نو په يونان کي د پناه غوښتنې شمېرې جګي سوې. دا له دې کبله چي د ياد تړون له مخي هغه پناه غوښتونکي چي د ترکيې څخه و يونان ته راغلي وي او په يونان کي يې د پناه غوښتنه نه وي کړې، نو هغوی به بېرته ترکيې ته لېږدول کيږي. دا د دې لامل سو چي زياتو پناه غوښتونکو و ترکيې ته د بېرته لېږدول کېدو د مخنيوي له پاره په يونان کي د پناه غوښتنه وکړه.

د جون د مياشتي راهيسي د يونان چارواکي د پناه غوښتنې د غوښتنليکونو مقدماتي پلټنه کوي چي له هغه څخه څرګنده سوې چي د پناه غوښتونکو څخه به تقريبا څلورمه برخه قبولي تر لاسه کړي چي په دغو کي به ۵۴ سلنه سوريايان، ۲۷ سلنه افغانان او ۱۳ سلنه عراقيان وي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.03.2016):