1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي مهاجر: «موږ جنګي بېړۍ ته مه انتقالوئ»

۱۳۹۵ دی ۲۳, پنجشنبه

پناه غوښتونکو د دې مخه نيولې ده چي هغوی د يونان د لېسبوس ټاپو څخه و يوې جنګي بېړۍ ته انتقال کړل سي. د يونان د سمندري ځواک دغه بېړۍ د تقريبا۵۰۰ مهاجرو له پاره چمتو کړل سوې ده.

https://p.dw.com/p/2VhFA
Griechenland Lesbos Schiff der Marine im Hafen
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Apostolou

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) او ځينو نورو مرستندويه سازمانونو په يونان کي د مهاجرو د وضعيت په هکله اندېښنې ښودلي. دا په داسي حال کي ده چي په يونان کي د مهاجرو د کمپونو داسي انځورونه خپاره سوي چي په ژمي کي د واوري او يخ سره د مهاجرو ستونزي انځوروي.

د يونان دولت و ليسبوس ټاپو ته يوه جنګي بېړۍ لېږلې ده، څو هغو مهاجر ته ځای ورکړي چي په ياد ټاپو کي د سخت يخ په سبب له ستونزو سره مخامخ دي. د يونان د سمندري ځواک دغه بېړۍ و لېسبوس ته رسېدلې ده. د دغې کښتۍ د لېږد مقصد دا دی چي مهاجر په دغه کښتۍ کي له موجودو آسانتياؤ څخه په ګټه اخيستلو سره د ژمي له سخت وضعيت څخه وساتل سي.

خو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۱۲مه نېټه) د يونان رسنيو داسي راپورونه خپاره کړل، چي له مخي يې مهاجر نه غواړي دغې کښتۍ ته پورته سي.

د يونان رسنيو د راپورونو له مخي په ليسبوس ټاپو کي زيات پناه غوښتونکي په دې دلېل و جنګي بېړۍ ته تلل نه غواړي، ځکه دوی بيره لري چي بېرته به ترکيې ته ولېږدول سي. دا په داسي حال کي ده چي اکثره دغه مهاجر له ترکيې څخه د کښتيو په مرسته و يونان ته رسېدلي دي.

له مهاجرو سره د مرستي سازمان يو ځايي همکار د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي مهاجر وايي: «که مقصد زموږ سره مرسته وي، نو تاسو ولي راته ملکي کښتۍ نه ده لېږلې؟» ياد مرستندوی ويلي دي چي دغه انسانان د بيرته لېږد له بيري نه غواړي چي جنګې کښتۍ ته پورته سي.

په يونان کي د مهاجرو د ځينو کمپونو په اړه، ځکه اندېښنې زياتي سوي چي ژمی تر اټکل ژر او سخت يخ سو. له يوې اونۍ راهيسي د يونان په ځينو ټاپوګانو کي د مهاجرو وضعه خرابه بلل سوې، ځکه ډېري خېمې يې برق او د ګرمېدو امکانات نه لري.

د يونان حکومت له مهاجرو سره د مرستي له پاره د چهارشنبې په ورځ ياده بېړۍ و ليسبوس ټاپو ته ولېږل چي تقريبا ۵۰۰ پناه غوښتونکو ته ځای ورکړي.

ويل کيږي چي تقريبا ۲۰۰ نور مهاجر په سيمه کي پر هوټلونو وېشل سوي او ځای پر ځای سوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: