1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي د حکومت ضد مظاهرو کي لږ تر لږه دري کسان وژل شوي دي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

د دولت د سپما د پروګرامونو پر ضد د عمومي اعتصاب له امله په يونان کي عامه ورځنی ژوند په بشپړه توګه په ټپه دريدلي دي.

https://p.dw.com/p/NF8i
په يونان کي د حکومت ضد مظاهري له زور زياتيو سره جوخت شو دي
په يونان کي د حکومت ضد مظاهري له زور زياتيو سره جوخت شوي ديانځور: AP

د يونان له پلازميني آتن څخه را رسيدلي رپوټونه وايي چي د حکومت د مالي سپما د پلانونو ضد مظاهرو کي نن لږ تر لږه دري کسان وژل شوي دي. د پوليسو د وينا له مخي، مړي د آتن د ښار په دننه کي د يوبانک په وداني کي پراته دي. په دغه بانک باندي اله ګوله کونکو ځوانانو د مولوتوف څخه ډک بوتلو سره د دغه بانک وداني ته اور واچاوه. ويل شوي دي چي کابو شل تنه خلک په دغي وداني کي بند پاتي ؤ.

د آتن د ښار په نور برخو کي هم د حکومت د مالی سپما ضد مظاهري له کنترول څخه وتلي دي. په غوصه شوي مظاهر کونکو وغوښتل چي د پارلمان په وداني باندي هم هجوم يوسي. له هغي وروسته مظاهر کونکو له مولوتوف او د تيلو څخه ډک شو بوتلو څخه کار واخيست. لږ تر لږه دوه نوري ودانيو هم اور اخيستي دي. پوليس هڅه وکړه چي مظاهره کونکي پر ضد د اوښکی بهيونکي ګاز څخه کار واخلي او هغيو تيت او پرک کړي.

همداراز د يونان له نورو ښارونو څخه هم د اله ګولو او ناکراريو په هکله رپوټونه ورکړل شوي دي. د دولت د سپما د پروګرامونو پر ضد د عمومي اعتصاب له امله په يونان کي عامه ورځنی ژوند په بشپړه توګه په ټپه دريدلي دي.

د يونان حکومت له مالي افلاس سره مخامخ شوي دي او په خپله خزانه کي پيسي نه لري. د ايرو د حوزي دغه اروپايي هيواد د آلمان په شمول د دغي حوزي نورو هيوادونو ته د مرستي لاس اوږد کړي دي. د آلمان حکومت پريکړه کړي ده چي د څه د پاسه 22 مليارد ايرو سره يونان له روان کړکيچ څخه وژغوري. د ايرو د حوزی هیوادونو د یونان له حکومت څخه غوښتی دی چی په خپلو عامه لګښتونو کی کموالی او په مالیاتو کی زياتوالی راوړی. د آتن حکومت له دغی غوښتنی سره سم په سپما پیل کړی، خو خلکو د هغه پر ضد په مظاهرو او اعتصابونو سره ځواب ورکوی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: زيارمل