په يوحمام کي لږ تر لږه 17 ولسی وګړی ووژل شول
۱۳۸۹ دی ۱۷, جمعهد افغانستان د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال عبدالرزاق د فرانس پرس خبري آژآنس ته وويل: «د سيمي په وخت د 12 بجو شا او خوا کی يو ځانمرګي بريد کونکي خپل چادونکی مواد چي ځان پوري تړلي ؤ د سپين بولدک په يو عمومي حمام کي والوزل.»
د فرانس پرس د خبري آژانس د رپوټ له مخي طالب اورپکو د دغي خونړي حملي مسووليت په غاړه اخيستي دي.
دا د تير اکتوبر د مياشتي څخه را په دي خوا کله چي چي په تخار کي په يو جومات کی يوی چاودني د کندوز والي او 19 نور ملکي وګړي ووژل، تر ټولو خونړي حمله ده چي پيښيږي.
د کندهار ولايت وياند زلمي ايوبي نړيوالو رسنيو ته وويل چي د دغه بريد هدف په سپين بولدک کي چي د پاکستان پولي نژدي پرته سيمه ده د پوليسو يو قوماندان ؤ.
د کندهار د ولايت په وينا پاڼه کي راغلي دي: « د سيمي سرحدي قوماندان رمضان او کابو 16 تنه ولس وګړي د دي حملي قربانيان دي. دغه حمله په يو عمومي حمام کي رامنځ ته شوي ده.»
په وينا پاڼه کي زياته شوي چي د پيښي ټپيان په سيمه کي نژدي روغتونو نو ته ليږدول شوي دي. معمولا د جمعي په ورځ ډيري مسلمانان د د جمعي د لمانځنه څخه مخکي حمام ته ځي او د جمعي غسل کوي.
د کندهار والي په خپلي وينا پاڼي کي دغه حمله د يو « غيرانساني عمل» په توګه په کلکه غندلي ده. په وينا پاڼي کي راغلي دي: «دا حمله وحشيانه ده او دا د اسلام او د انسانيت د دښمنانو کار دي.»
د سپين بولدک د پوليسو يو وياند، عبدالرحمن هم د حملي پخلي وکړ او وويل چي يو ځانمرګي بريد کونکي له خوا دا عمل تر سر شوي دي، خو د هغه مړو شمير 13 تنه وښود. د دغه وياند له خولي د رويتر خبري آژانس په لومړي سر کي رپوټ ورکړ. معمولا په داسي حملو کي د مرګ ژوبلو شمير وار په وار زياتيږي.
له دغي حملي څخه يو ورځ مخکي يعني د پنجشنبه په ورځ د کندهار د استخباراتي چارو رييس محمد نعيم مومن د افغانستان له يوي تلويزوني شبکي سره په مرکه کي د طالبانو د نوو حملو خبرداري ورکړ. مومن په دغي مرکي کي وويل: « طالبان د نوو حملو لپاره تياري نيسي، خصوصا د ژمي د مياشتو د پاي رسيدو څخه وروسته هغوي په نوو حملو لاس پوري کوي.»
د نوي 2011 ميلادي کال له پيل سره دا په افغانستان کي د زور زياتيو په دوام کي يوه سخته خونړی حمله وه چي کابو ټول قربانیان يي ولسي وګړي دي.
دا حمله يو ورځ وروسته له هغي رامنځ ته کيږي چي د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت اعلان وکړ چي 1400 نوي جنګي سرتيري به افغانستان ته واستوي. ويل شوي دي دغه نوي جنګي سرتيري چي د رواني ميلادي مياشتي په نيمايي کي افغانستان ته خپل رسيدل پيل کوي، ټول په کندهار کي خوندي کيږي
.
له بلي خوا افغان حکومت دوه ورحځي مخکي د طالبانو په شمول د ياغيانو پر ضد د «اميد» په نامه د عملياتو خبره ياده کړه.
آژانسونه/عبدالباری حکیم
کتونکی: رحيله اميری