1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يمن کې کولرا ناروغۍ انساني ناورين رامنځ ته کړی

۱۳۹۶ مرداد ۲, دوشنبه

په يمن کې کولرا ناروغي ډيره خپره شوې او انساني ناورين يې رامنځ ته کړی. خو دا چې کولرا څه ډول ناروغي ده او څرنگه مبارزه بايد ورسره وشي؟ ځوابونه يې دلته لوستلای شئ.

https://p.dw.com/p/2h31k
Jemen Hodeidah Cholera Ausbruch
انځور: Reuters/A. Zeyad

په يمن کې له دوو کالو راهيسې جګړه روانه ده. همدا راز هلته له څو مياشتو راهیسې کولرا ناروغي هم رامنځ ته شوې چې د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) په حواله یې تر اوسه د ۱۸۱۷ انسانانو ژوند اخيستی دی. همدا شان د اټکل له مخې۳۶۰ زره نور يمنيان په دې ناروغۍ اخته دي.

کولرا څه ډول ناروغي ده؟

کولرا د کولمو يو ډير خطرناک ميکروب دی چې لامل یې «ويبريو کولرا» باکترياوې دي او انسان په نس ناستي او استفراق اخته کوي. انسان ته د دې ناروغۍ د باکترياو تر رسيدو او د مرض د علامو تر ښکاريدو ترمنځ ښايي د يو څو ساعتو نه نيولې تر پنڅوو ورځو پورې موده تيره شي. معمولاً دوې يا درې ورځې وروسته لومړۍ علامې را ښکاره کيږي. په ځينو مواردو کې کولرا د دې سبب کيږي چې ناروغ د بدن ډيره برخه اوبه او مالګې له لاسه ورکړي. دا کيدای شي بدن تر دې حده وچ کړي چې د انسان ژوند ته سخت ګواښ پيښ شي.

کولرا څرنګه رامنځته کيږي؟

د کولرا اصلي وجه په فاضله موادو د ککړو اوبو څکل دي. د دې ترڅنګ دا مرض په باکترياو د ککړو خوراکي توکو له لاري هم خپريږي. له همدې وجې کولرا زياتره د آسيا او افریقا په هغو سيمو کې رامنځته کيږي چيري چې د خراب نظافت له کبله د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسۍ تضمين نه دی.

د کولرا مخه څرنګه نيول کيدای شي؟

پاکو اوبو ته لاس رسی يوه ډيره اساسي مسله ده. په هغو سيمو کې چې د کولرا له سخت ګواښ سره مخامخ دي، د اوبو د پخولو او يا د کلور په استعمال سره دغه خطر يو څه راکميدلای شي. په هغو ځايونو کې چې د حکومت له پاره د دې اقداماتو ترسره کول امکان ونه لري او يا ورته ډير ګران تماميږي، هلته کيدای شي د اوبو صافولو له پاره د جامو له ټکر څخه کار واخيستل شي او يا په اصطلاح د «SODIS» په نوم د اوبو د تصفيه کولو سسټم استعمال شي. د دغه سسټم له لارې اوبه په پلاستکي بوتلانو کې اچول کيږي او بيا کابو شپږ ساعته  لمر ته ايښوول کيږي. د لمر وړانګې په اوبو کې موجود ميکروب له منځه وړي.

د دې مرض د مخنيوي يو امکان واکسين دی. د کولرا واکسين تر دوو کالو پورې تاثير کوي او۹۰ سلنه ساتنه کوي. تر دې مودې وروسته دا واکسين يو وار بيا د څو ګوليو په خوړولو سره بايد تازه شي.

Symbolbild - Südsudan - Impfung - Kinder
يوه کوچني ته د کولرا واکسين ورکولانځور: Imago/ZUMA Press

د کولرا ناروغ بايد څه ډول تداوي شي؟

ډاکتران بايد ژر تر ژره د ناروغ د بدن اوبو او منرالونو اندازه نورمال حالت ته راولي. په دې موخه دوی پاکې اوبه چې مالګه، بوره او يا نور منرالونه پکښې اچول شوي وي، ناروغ ته ورکوي. سختو ناروغانو ته د سيروم له لارې په مستقيم ډول دغه مواد پیچکاري کيږي.

سربیره پر دې د کولرا د خپريدو د مخنيوي په موخه ناروغان بايد له تندرستو کسانو بيل کړل شي. په ځينو مواردو کې انتي بيوتک هم کارول کيدای شي.

ولي يمن د کولرا ښکار شوی؟

په يمن کې له دوو کلونو راهيسي جګړه روانه ده. هلته د ولسمشر منصور هادي ځواکونه چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې ورسره د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف هم مرسته کوي، د حوثي شعيه ملیشو پر ضد جګړه کوي. دا ملېشې په ۲۰۱۲م کال کې له واک څخه د راپرځول شوي ولسمشر علي عبدالله صالح پلوي کوي او غواړي چې د ولسمشر هادي منصور حکومت ته سقوط ورکړي. ايران له دغو ملیشو سره مالي او پوځي مرسته کوي.

د دې کورنۍ جګړې له کبله چې پای یې هيڅ نه ترسترګو کيږي، کابو ۲،۲ ميليونه انسانان تيښتې ته اړ شوي دي. د هيواد په زياته برخه کې د اوبو او بريښنا سستم له منځه تللی او پر سړکونو د کثافاتو ډېرې پراته دي. د سره صليب نړيوالې کميټې په حواله د يمن يوازې کابو ۴۵ سلنه روغتونونه فعال دي. دا ډول وضعيت د کولرا د خپريدو لامل شوی او له دې سره یې مبارزه ډيره ستونزمنه کړې ده.