1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يمن کي د مړي د وير پر مراسمو بمبارۍ ۱۴۰ ووژل

۱۳۹۵ مهر ۱۸, یکشنبه

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف پر حوثي ملېشو هوايي بريدونه کوي. خو زيات وختونه په دغو بريدونو کي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کيږي. خو سعودي د دغه تازه بريد پړه نه ده منلې.

https://p.dw.com/p/2R2ys
Jemen Luftangriffe in Sanaa mit Dutzenden Toten und Verletzten
انځور: Getty Images/AFP/M. Huwais

د يمن هيواد په پلازمېنه صنعا کي د مړي د وير پر مراسمو په هوايي بريد کي لږ تر لږه ۱۴۰ انسانان وژل سوي دي. د دغو قربانيانو په تړاو معلومات د ملګرو ملتونو انسجام کوونکي جمي مېک ګولډريک رسنيو ته ورکړي دي. د هغه په وينا په دغه بريد کي لږ تر لږه ۵۲۵ نور انسانان ژوبل سوي هم دي.

په صعنا کي د ملګرو ملتونو دغه دپلومات ويلي چي مرستندويان دغې خبري هېښ کړي چي څنګه او ولي د صنعا پر يو عمومي سالون بمباري سوې ده. دغه دپلومات غوښتي چي د دغه پيښې پلټنې دي په سمدلاسه توګه پېل سي. هغه زياته کړه: «په يمن کي د ملکيانو پر ضد تاوتریخوالی بايد ودرول سي.»

سعودي پړه نه ده منلې

د سبا خبري آژانس چي په يمن کي د شعيه حوثي ملېشو تر واک لاندي آژانس دی، د يو خبر له مخي يې دغه هوايي بريد د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب پوځي ائتلاف له خوا تر سره سوی دی. دغه پوځي ائتلاف يوازنی قوت دی چي پر يمن هوايي بريدونه کوي. خو سعودي عربستان د دغه بريد هر ډول پړه رد کړې ده. ياد ائتلاف ويلي چي د دغه بريد په تړاو به په پلټونو کي هر ډول همکاري وکړي. په يمن کي حوثي ملېشو د په نړيواله توګه په رسميت پېژندل سوي حکومت پر ضد جګړه کوي.

د سره صليب نړيوال سازمان په يمن کي ويلي چي مرستي به وکړي. په دې ترڅ کي د نورو مرستو تر څنګ د ۳۰۰ داسو خلطو مرسته سوې چي مړي پکښي اچول کيږي. ويل کيږي چي په قربانيانو کي د حوثي ملېشو لوړپوړي کسان هم شامل دي. پر انټرنټ داسي ويډيوګانې خپرې سوي چي د دغه بريد وروسته د سالون وضعه ښيي. خو دا چي ايا دغه ويډيوګانې په رشتيا د دغه بريد وروسته اخيستل سوي، تائيد سوې نه ده.
 

«ړنده بمباري»

د يمن پلازمېنه صنعا د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر مياشتي راهيسي د حوثي ملېشو تر کنټرول لاندي ده. دغه شعيه ملېشې د ولسمشر عبد ربو منصور حادي د حکومت پر ضد جنګيږي. د حوثي ملېشو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف هوايي بمبارۍ د ۲۰۱۵ کال په مارچ مياشته کي پېل سوې. خو د دغو بريدونو په ترڅ کي نه يوازي حوثي ملېشو ته بلکه ملکي ځايونو او ملکيانو ته تاوانونه اوښتي دي. په دې ترڅ کي ډېر بېطرفه ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بې سرحد ډاکټرانو سازمان د يمن له شمال څخه خپل مرستندويان ايستلي ول او وجه يې «ړندې بمبارۍ» او د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف «بې باوره تضمينونه» ياد کړي ول.

د امريکا غبرګون

د امريکا متحده ايالات د يمن په لانجه کي د حوثيانو پر ضد د سعودي عربستان د تګلارې ملاتړ کوي. خو د دغې پيښي وروسته د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند ويلي دي چي د امریکا متحده ايالات د سعودي عربستان ملاتړ کوي چي خپلي پولي وساتي خو دا د سپين چېک معنی نه ورکوي. وياند نېډ پرايس ويلي چي د امريکا متحده ايالات به «د دې وروسته هم پر هغه خپله اندېښنه څرګندولو ته ادامه ورکړي چي په کوم شيان او کومي لاري د يمن په لانجه کي په کار اچول کيږي.»

نوموړي زياته کړې چي د امريکا لخوا د سعودي عربستان سره په دې ترڅ کي ترمخه لا کمي کړل سوي مرستي يو ځل بيا تر غور لاندي راوستل سوي دي. دغه وياند ويلي چي د امريکا متحده ايالات دې ته چمتو دي چي هر وخت د سعودي عربستان سره خپلي مرستي د امريکا د ارزښتونو په ړنا کي عيار کړي.

په دې توګه سره د صنعا د بريد وروسته د امريکا متحده ایالاتو له سعودي عربستان څخه فاصله نېولې ده.


پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.05.2015):