1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په يمن کي امنيتي حالت د ډاډ وړ نه دی»

کورنيليا / محمد قاسم نوري۱۳۹۲ مهر ۱۱, پنجشنبه

د يمن په سهيل کي پر پوځ باندي تر وروستي يرغل وروسته د دغه هيواد امنيتي حالت ډير کړکېچن دی. خو د پايتخت صنعا په سړکونو کي کاملاً د نورو دلايلو له کبله هم نارضايتي ليدله کيږي.

https://p.dw.com/p/19tJg
انځور: picture alliance/AP Photo

د يمن په المکلا کي د پوځ د مرکزي قرارگاه په مخکي لومړی په چاوديدونکو موادو بار يو موټر وچاود او وروسته بيا د عيني شاهدانو په حواله تقريباً۲۰ تنو حمله کوونکو پر ودانۍ باندي يرغل وکړ او ډير کسان يې يرغمل کړل. خو څو ساعته وروسته امنيتي ځواکونو وکولاي سول، چي يرغمل سوي کسان راخلاص او د يمن په جنوب کي د پوځ دغه مرکزي قرارگاه بيرته ونيسي. د سپتمبر مياشتي پر۳۰مه نېته په دغه يرغل کي ۴ تنه عسکر ووژل سول.

د القاعدې له خوا دوهم سخت بريد

د يمن د حضرموت په ولايت کي پر پوځ باندي بريد د لسو ورځو په جريان کي دوهم بريد وو چي تر سره سو. د پوځي سرچينو په حواله بريدکوونکي د أنصار الشريعه غړي ول چي له القاعدې شبکې سره ارتباط لري.

د يمن امنيتي حالت بيا کړکېچن دی. د يمن د ۲۰۱۱ م کال د پسرلي د سياسي اعتراضونو په جريان کي د عربو په نيمه جزيره کي د القاعدې ډلي (AQAP ) د پوځ له ضعف څخه گټه واخيستله او د هيواد تر په جنوب کي يې د ډيرو ځايونو د تر خپل کنټرول لاندي راوستلو هڅي پيل کړې. خو په ۲۰۱۲ م کال کي پوځ د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په مرسته د ډيرو اونيو عملياتو په جريان کي تندلاري له جنوب څخه وشړل. خو اوس داسي ښکاري، چي اسلامپاله تندلاري جنگيالي بيرته په زور سره جنوب ته ور ننوځي.

د يمنيانو له پاره اوسني بريدونه حيرانوونکي نه دي

د يمن په پلازمېنه صعنا کي د غير حکومتي سازمان( Yemen Polling) څخه آلمانۍ سياست پوهي مارياکه ترانسفيلډ، وايي چي «په حقيقت کي هيڅوک د دغو حملو په اړه حيران نه دي.» دغه سازمان تر ټولو دمخه د خلگو نظرونه راټولوي. دا وايي چي اکثريت يمنيان په دې نظر دي چي يو ضعيفه دولت لري: «موږ يو ضعيفه پوځ او ډير نور وسله وال گروپونه لرو. خبره داسي نه ده چي بريدونو ته په مثبت نظر کتل کيږي، خو اوس هغه عادي سوي دي.»

دغه ۲۷ کلنه وايي چي په صنعا کي هم په دې منځ کي امنيتي حالت مخ پر خرابيدو دی. که څه هم د يمن د جنوب په مقايسه دلته کراري ده، خو سړی احساس کوي چي هر گړی به وضع خرابه سي:

«هيڅوک نه پوهيږي چي د هيواد وضع به وروسته څرنگه کيږي. ځکه د هري سياسي ډلي نارضايتي خپل اوج ته رسېدلې ده او هره لحظه يې د سره پاشلو احساس کيږي.»

د بريدونو په نتيجه کي د بريښنا قطع کيدل

خو په پلازمېنه صنعا کي کاملاً د نورو دلايلو له کبله عام خلگ هم ناراضه دي. له اونيو راهيسي په صنعا کي برېښنا په وار وار سره قطع کيږي. د تخنيکي عوارضو له کبله نه، بلکي د سياسي شخړو له کبله. تر ټولو دمخه د صنعا په ختيځ (مارب) کي قبيلې د برېښنا پر لينونو باندي حملې کوي او قطع کوي يې.

د آلمان د ماربورگ پوهنتون د نژدې او منځني ختيځ د مرکز سياست پوه يېنس های بخ، وايي چي دغه بريد کوونکي د القاعدې د شبکې غړي نه، بلکي د پخواني رژيم پلويان دي چي غواړي د هر ډول پرمختگ مخه ونيسي.