په ویرجینیا کې د امریکا د کانګرس یو غړی ویشتل شوی
۱۳۹۶ خرداد ۲۴, چهارشنبهپه ویرجینیا کې یوه پولیس ویلي دي چې هغوی اوس د پیښې په اړه څیړنې کوي. پیښه د چهارشنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده.
ویل کیږي چې د په ټپيانو کې جمهوري غوښتونکی سیاستوال ستیف سالیسي، هم شامل دی. دغه خبره د هغه یو همکار له CNN تلویزیون سره په مرکه کې کړې ده. هغه زیاته کړې ده چې ستیف په پیښه کې پر پښه ټپي شوی دی.
زیاته شوې ده چې په دې پیښه کې درې تنه نور کسان هم ټپیان شوي دي. په دغو کې دوه قانون ساتونکي هم شامل دي. ویل شوي دي چې د ستیف روغتیایي وضعیت اوس د ډاډ وړ دی.
د الکسندریا د پولیسو مشر مایکل برون، خبریالانو ته ویلي دي چې پنځه کسان له سیمې څخه په روغتیایي ترانسپورتي وسایلو کې لیږدول شوي دي. هغه د دغو کسانو د هویت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
پولیسو پر خپله تويتر ټولنيزه لیکلي دي چې برید کوونکی یې نیولي دي او نور چا ته ګواښ نه رامنځ ته کوي. د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، هم د پیښې په اړه خپل خپګان څرګند کړی دی.
دغو سیاستوالو د بیزبال داسې یوې لوبې له پاره تمرینات کول چې له لارې یې ګټل شوې پیسې بیا خیره کارونو ته ورکول کیږي. د دغو تمریناتو پر مهال شاوخوا ۲۵ جمهوري غوښتونکي سناتوران حاضر وو.