1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وژل سوو امريکايانو کي يوه ديپلوماته وه

مسعود جهش (AFP,dpa,AP)۱۳۹۲ فروردین ۱۸, یکشنبه

د شنبې ورځ په افغانستان کې د امریکایانو له پاره خونړۍ ورځ وه. په دې ورځ په دوو بېلو بېلو پېښو کې شپږ تنه امریکان ووژل شول. په وژل شویو امریکایانو کې یوه ځوانه دیپلوماته او درې تنه امریکايي سرتیري هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/18BAf
A US soldier, part of the NATO forces, patrols a police station after it was attacked by militants in Kandahar, south of Kabul, Afghanistan, Tuesday, June 19, 2012. U.S. and Afghan officials say three individuals dressed in Afghan police uniforms turned their guns on coalition troops Monday in Zhari district of Kandahar province, killing one NATO service member and wounding several others. Monday's attack is among nearly 20 this year that have raised the level of mistrust between the coalition and their Afghan partners as NATO gears up to hand over security to local forces ahead of a 2014 deadline for the withdrawal of combat troops.(AP Photo/Allauddin Khan)
Symbolbild USA verringern Truppenpräsenz in Afghanistan um ein Drittelانځور: dapd

په افغانستان کي مېشته ایساف ځواک د شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې په زابل ولایت کې طالبانو د امریکايي ځواکونو پر یوه پوځي کاروان باندي برید کړی دی چې پکښې درې تنه امریکایي سرتیري او دوه تنه ملکي کارکوونکي وژل شوي دي.

د وژل شویو ملکیانو په ډله کې یوه امریکایي ځوانه دیپلوماته هم شامله وه. ایساف ویلي دي چې دغه کسان د زابل ولایت مرکز کلات، ته روان ول چې له یوه ښوونځی سره د کتابونو مرستي وکړي. د ایساف چارواکو ویلي دي چې په دغه يرغل کې د یوه افغان ډاکټر په شمول يو شمېر افغانان هم وژل شوي دي.

په یوه بله پېښه کې د افغانستان په ختیځ کې هم یو تن امریکايي ملکي وگړی وژل شوی دی. د دې پېښي په اړه لا نور جزئیات نه دی په ډاگه شوي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، پر امریکايي پوځي کاروان باندې برید غندلی دی او هغه یې یو «پست» کار بللی دی. کیري زیاته کړې ده چې افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې یې هغه دیپلوماته له نزدې لیدلې وه چې د شنبې ورځي په برید کې وژل شوې ده.

کیرې ویلي دي چې وژل شوې دیپلوماته ډیره هوښیاره وه او غوښتل یې چې متحده ایالاتو ته خدمت وکړي. کیري زیاته کړې ده چې دغه دیپلومات خپل کار ته ژمنه وه او غوښتل یې په افغانستان کې یو بدلون رامنځ ته کړي.

کیري ویلي دي: «په خواشینۍ سره چې هغې خپل ځوان ژوند افغانانو ته د یوه ښه ژوند د امکاناتو د برابرولو په لار کي له لاسه ورکړ. موږ همداراز په درناوي سره د وژل شویو امریکايي پوځیانو، د دفاع وزارت د ملکي کارکوونکي او د ملکي افغانانو یادونه کوو. هغوی په داسې حال کې ووژل شول چې هڅه يې کوله له داسه یوه هیواد سره چې دوی ورسره مینه لري، مرسته وکړي.»

د زابل په برید کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څلور تنه کارکوونکي هم ټپیان شوي دي چې د یوه تن روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ دی. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

د مرگ ژوبلي شمېر ورځ تر بلي ډيريږي

په روان کال کې په افغانستان کې د وژل شویو بهرنیو سرتیرو شمیر ۳۰ تنو ته رسیدلی دی. د دغو کسانو په ډله کې ۲۲ تنه امریکایان شامل دي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس ویلي دي چې په روان کال په افغانستان کې شپږ بهرني ملکي کسان هم وژل شوي دي.

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا۱۰۰۰۰۰ بهرني ځواکونه میشته دي چې له دغه شمېر څخه يې۶۶۰۰۰ امریکایان دي. پلان شوې ده چې دغه ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه به افغانانو ته وسپاري.

تیره اوونۍ طالبانو د افغانستان په فراه ولایت کې پر یوې محکمې باندې يرغل وکړ او ۴۶ تنه یې ووژل. له دې سره په دې اړه اندیښنې لا ډیري شوې دي چې ایا افغان حکومت یوازي د افغانستان د امنیت د ټینگولو توان لري که نه.