1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ويډيو کي ښوول سوي سرتيري وپيژندل سول

۱۳۹۰ دی ۲۳, جمعه

د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چي هغه امريکايي سرتيري ئې پيژندلي دي چي په يوه ويډيو کي ئې د وژل سوو طالبانو مړو ته سپکاوی کړی دئ.

https://p.dw.com/p/13ixa
په افغانستان کي امريکايي ځواکونه د پوځي عملياتو پر مهال
په افغانستان کي امريکايي ځواکونه د پوځي عملياتو پر مهالانځور: dapd

د امريکا متحده ايالاتو د پنج شنبې په ورځ دغه ويډيو په کلکه وغندله او ددغه هيواد د دفاع وزارت اعلان کړی دئ چي په ويډيو کي ښوول شوي امريکايي سرتيري ئې پيژندلي دي.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا، او د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن، خپره شوې ويډيو په کلکه غندلې ده او ويلي ئې دي چي عاملين به ئې سخته سزا وويني.

دا په داسي حال کي ده چي پنتاګون په ويډيو کي د ښوول شوو کسانو د پيژندلو خبر ورکړی دئ. د امريکا د سمندري ځواکونو يوه وياند د دغو امريکايي سرتيرو له هويت روښانه کولو څخه ډډه کړې ده او ويلي ئې دي چي دا کيدای شي په افغانستان او د اسلامي نړۍ په نورو هيوادونو کي ستونزي رامنځ ته کړي.

هغه زياته کړي ده:«موږ نه شو کولای چي اوس د دغو امريکايي سرتيرو نومونه ياد کړو ځکه چي تر اوسه لا د موضوع په اړه نوري پلټني رواني دي.»

يوه امريکايي چارواکيCNN تلويزيون ته ويلي دي چي په ويډيو کي ښوول شوي دوه کسان پيژندل شوي دي. د دغي رسنۍ په خبره دا سرتيري د ۲۰۱۱ کال په لومړيو کي افغانستان ته استول شوي ول او بيا د دغه کال په وروستيو کي بيرته له افغانستان څخه امريکا ته واستول سول. د CNN په خبره دغو سرتيرو ډير وخت د افغانستان په هلمند ولايت کي دنده تر سره کړې ده.

ليون پنيټا ويلي دي چي په ويډيو کي ښوول شوي کسان به د خپلو اعمالو په سزا ورسيږي. هغه په يوه بيانيه کي ويلي دي: «دا عمل د امريکا د متحده ايالاتو له پوځ سره مناسب نه دئ او دا د امريکا د وسله وال پوځ ارزښتونه او ستندردونه نه ښکاره کوي.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هم خپره شوې ويډيو په کلکه غندلې ده: «دا کار د هغه څه خلاف دئ چي موږ ئې د خپلو پوځونو څه غواړو.»

ولسمشر کرزي تيره ورځ خپره شوې ويډو په کلکه وغندله او وئې ويل چي په ويډيوکي ښوول شوي کسان بايد د خپلو اعمالو په سزا ورسيږي.

طالبانو هم په خپل وار سره خپره شوې ويډيو غندلې ده او ويلي ئې دي چي دا به په افغانستان کي د سولي روان بهير ته زيان ونه رسوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: بريښنا صابر