1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ولايتونو کي د ټاکنيزو شکايتونو څېړنه پای ته ورسېده

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۴, چهارشنبه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي دي چې په ۳۴ ولایتونو کې شکایتونو ته د رسیدگي بهیر پای ته رسیدلی دی او که ولسمشرۍ ته کانديدان د پریکړو په اړه کومه نیوکه لري نو کولای شي چې په ۷۲ ساعتونو کې خپل اعتراضونه ور وسپاري.

https://p.dw.com/p/1CPxo
انځور: DW/H. Sirat

هغه شکایتونه چې په ولایتونو کې د ټاکنو په اړه شوي دي په همدغو ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو د ولایتي دفترونو له خوا څېړل شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند نادرمحسني، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جون ۲۵مه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «نن په ولایتونو کې د شکایتونو د څېړني وخت له پای ته رسیدو سره، د پایلو له اعلان څخه باید د استیناف غوښتني وخت په پام کې ونیول شي، څو د ټاکنیزو کمېسیونونو د ولایتي دفترونو د پریکړو په اړه خپله نیوکې اعلان کړي.»

د درغلیو تورونو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو له یوه سیاسي خنډ سره مخامخ کړی دی. دواړه کانديدان ادعا کوي چې سیال یې په پراخه کچه درغلۍ کړې دي او هغه باید په جدي توگه وڅېړل شي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به په راتلونکو ورځو کې د دې کمېسیون مرکزي دفتر ته رسیدلي شکایتونه په علني توگه وڅېړي.

له عبدالله سره د اړیکو له سره ټینگول

تر دې دمخه د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو یوه نوماند له ټاکنیزو کمېسیونونو سره خپلي اړیکې د پراخو درغلیو په تور بندي کړي وې خو دغه اړیکې د چهارشنبې په ورځ بیرته د شکایتونو له کمېسیون سره ټینگي شوي دي.

محسني په دې اړه وویل: «د اصلاحاتو او همگرایي انتخاباتي ډلي له تیري ورځي راهیسي بیرته له ټاکنیزو کمېسیونونو سره خپل تمسا ټینگ کړی دی. دا یو ښه خبر ده او دغه ډله کولای شي د بېلابېلو ولایتونو د پریکړو په اړه استیناف وغواړي او له خپلو شکایتونو څخه دفاع وکړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر همداراز وویل چې د ټاکنو کمېسیون د دارانشا د پخواني رئيس ضیاالحق امرخیل، له استعفا سره په هغه پوري تړلي دوسیې هم تړل شوي دي. دې کمیسیون روښانه کړې ده چې د امرخیل له استعفا سره د عبدالله د ډلي هغه شکایت چې د امرخیل دنده دې وځنډول شي هم منتفي شوې ده.

خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوی څارنوالي روښانه کړې ده چې که هغوی ته کوم دوسیه وسپارل شي نو د امرخیل قضیه به وڅېړي.

د صندقونو تفتیش

په عین حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم ویلي دي چې په ولایتونو کې د شاوخوا ۳۰۰ صندوقونو د تفتیش بهیر روان دی. دې کمیسیون ویلي دي چې د هغو محلونو رایې به تفتیش شي چې د رایو د سپینوالي په اړه یې شکونه موجود دي.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي، په کابل کې له یو شمېر دیني علماو سره د لیدني پر مهال د کانديدانو له پلویانو څخه وغوښتل چې اجازه ورکړي، څو د ټاکنیزو کمېسیونونو کار پای ته ورسیږي.

هوتکي وویل: «پرېږدی چې د ټاکنو کمېسیون دندې پای ته ورسیږي او تر هغه وروسته دي وويل شي چې کار په سمه توگه پر مخ تللی نه دی. خو اوس موږ په ټاکنیزو عملیاتو کې یو. همدا اوس په ټول افغانستان کې زموږ تفتیش روان دی.»

د ټاکنو کمېسیون چارواکي وویل چې د ټولو نوماندانو نیوکو ته به قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شي. هغه دا خبره هم روښانه کړه چې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په یوه غونډه کې یې هغه ته ژمنه کړې ده چې ټولي پوښتني به یې ځواب کړي. هغه دا هم وویل چې له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره به هم وویني.