1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ولايتونو کي د ټاکنو روان بهير

خبريالان/ سيد رياض۱۳۹۳ فروردین ۱۶, شنبه

په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراگانو له پاره ټاکنې رواني دي او خلک په اوږدو اوږدو کتارونو کې خپلې رایې ورکولو ته انتظار باسي. په ټوله کې د ولسمشرۍ چوکۍ ته ۸ تنو ځانونه کانديد کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BcQ7
انځور: DW/H. Sirat

پلازمینه کابل

په کابل کې نن سهار پر اوو بجو د رایې ورکولو مرکزونه پرانیستل شول او د افغان ولسمشر حامد کرزي په شمول یو شمیر مهمو سیاستوالو خپلي رایې وکارولې. پر دې سربیره د جمهوري ریاست څوکیو ته کاندیدانو داوود سلطان زوی، گل آغا شیرزي، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله هم خپلې رایې وکارولې. په پلازمینه کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي او لا تر اوسه د کومې پیښې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

کندهار

په کندهار ولایت کې د دویچه ویله ځای خبریا محمد ابراهیم سپیڅلی د رایې ورکولو یو شمیر مرکزونو ته تللی او هلته یې حال له نزدې لیدلی دی. د هغه په وینا لکه څرنگه چې خلکو له امنیتي وضعیت څخه انديښنه درلوده، هغسې نه ده او امنیتي وضعیت ډیر ښه دی او ښځي او سړي په جوپو جوپو د رایې ورکولو مرکزونو ته ور روان دي او خپلې رایې کاروي. په ټاکنو کې د گډون له پاره د خلکو لیوالتیا زیاته وه او آن غوښتنه یې کوله چې ښه به وي چې د رایې ورکولو په مرکزونو کې د کارکوونکو شمیر زیات وای چې خلکو د رایې ورکولو له پاره انتظار نه ایست.

په کندهار ولایت کې د رایې ورکولو ۲۳۴ مرکزونه دي، خو د ناامنۍ له کبله یوازي لس مرکزونه تړلي دي او نور ټول د رایې ورکوونکو پر مخ پرانیستي دي. زموږ د سیمه ییز خبریال د وینا له مخې، د رايي ورکولو له کومو مرکزونو څخه چي ده لیدنه کړې ده په هغو کې یوازي کورني څارونکي موجود ول، چې د ټاکنو بهیر به یې څاره او له خلکو څخه به یې ځیني پوښتني هم کولې. د امنیتي انديښنو له کبله په ټول کندهار کې د موټرو پر گرځیدو باندي بندیز لگول شوی دی.

خوست

له خوست ولایت څخه زموږ ځایي خبریال فریدالله ظاهر وایي چې په دغه ولایت کې هم خلک په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي، څو خپلې رایې ورکړي. زموږ خبریال د یعقوبیو اډې د مسجد له انتخاباتي حوزې څخه په خپل رپوټ کې وایي چې په سوونو کسان په انتظار کې دي چې خپلي رایې وکاروي. نوموړی په خپل رپوټ کې کاږي چې د خوست ولایت په مرکز او شاوخوا سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په خوست ولایت کې هم د موټرو پر گرځیدو بندیز دی او هغه خلک چې ښار ته داخلیږي سخت تالاشي کیږي.

مزار شریف

د افغانستان شمالي ولایتونه چې په نسبتي توگه آرام ولایتونه شمیرل کیږي، هم پکښې د رایې اچولو بهیر په زور او شور روان دی او خلک په کتارونو کې انتظار باسي، څو د خپلې خوښې کانديد ته رایې ورکړي. زموږ د ځايي خبریال عبدالحمید صافي د رپوټ له مخې که څه هم تر مخه امنیتي چارواکو د امنیتي گواښونو له کبله د رایې ورکولو د ۵ مرکزونو د تړلو خبره کړې وه، خو چارواکو اوس ویلي دي چې نوموړي پنځه سره مرکزونه هم پرانیستل شوي دي. په مزار شریف کې په ټاکنو د ښځو گډون ونډه د پام وړ ده.

ننگرهار

له ننگرهار ولایت څخه زموږ ځایي خبریال عبدالله نظامي لیکي چې په لومړي سر کې له خلکو سره امنیتي انديښنه موجوده وه، خو کله چې د سهار پر اوو بجو ټاکنیزي حوزې پرانیستل شوې نو د باران له اورښت سره سره له لومړي سره د خلکو گډون ډیر وو. په ننگرهار ولایت کې هم ډیر ټینگ امنیتي تدابیر نیول شوي دي او په عامه توگه موټرو ته د تگ راتگ اجازه نه ورکول کیږي. زموږ د خبریال د رپوټ له مخې په ټاکنو کې له گډون سره د خلکو لیوالتیا ډیره لیدل کیږي.

پر دې سربیره د بامیان، پروان، دایکندي او میدان وردگو ولایتونو څخه زموږ خبریالانو په خپلو رپوټونو کې ویلي دي چې خلک په لویه کچه په ټاکنو له گډون سره لیوالتیا ښيي او په اوږدو اوږدو کتارونو کې ولاړ دي، څو د ولسمشریزو او ولایتي شوراگانو له پاره د خپلي خوښي کانديد ته رايي ورکړي.