په وزيريستان کې يو تن د جاسوسۍ په تور ووژل شو
۱۳۸۵ اسفند ۱۴, دوشنبهاعلان
له مړي سره يو کاغذ هم وموندل شو په کوم باندې چې ليکل شوي وو هر هغه څوک چې د امريکايانو دپاره جاسوسي کوي به داسې ورته سزا وويني. توندلارو ډلو په شمالي او جنوبي وزيريستان کې په لسگونو وگړي په دې ډول وژلي دي. وژل شويو باندې تل دا تور لگول کېده چې گنې د پاکستان د مرکزي دولت او يا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ملاتړ کوي.