1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په والګاګراد کې دویم برید ۱۰ تنه ووژل

مسعود جهش (AFP, Reuters, dpa)۱۳۹۲ دی ۹, دوشنبه

د روسیې په والګاګراد ښار کې پر یوه برقي موټر باندې په برید کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي. تر دې یوه ورځ مخکې یوه احتمالي ځانمرګي برید په همدې ښار کې ۱۷ تنه وژلي ول.

https://p.dw.com/p/1AiNp
انځور: Reuters

د دوشنبې ورځې په چاودنه کې د لسو کسانو پر وژل کیدو سربیره لس تنه نور ټپیان شوي هم دي. د انترفاکس خبري آژانس د روسي چارواکو په حواله ویلي دي چې پېښه پر یوه برقي موټر باندې تر یوې چاودنې وروسته رامنځ ته شوې ده.

ویل شوي دي چې د چاودنې له کبله برقي موټر په بشپړه توگه ویجاړ شوی دی. برقي موټر په روسیې کې د عمومي ترانسپورت یوه دیره معموله وسیله ده. دغه ښاري مسافر وړونکي موټر د برق په واسطه حرکت کوي.

دغه پېښه تر هغه یوه ورځ وروسته رامنځ ته کیږي چې یوې شکمنې ځانمرگې برید کوونکې د ولگاگراد د اورگاډو په اصلي تم ځای کې چاودنه وکړه او لږ تر لږه ۱۷ کسان یې ووژل. که څه هم په لومړي سر کې د چاودنې له کبله د ۱۶ تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو، خو د وژل شویو کسانو شمیره هغه وخت ۱۷ ته پورته شوه چې یوه تن ټپي شوي وگړي په روغتون کې د سختو تپونو له کبله ساه ورکړه.

روسي چارواکي وایي چې هغوي فکر کوي کوي، د یکشنبې ورځې ځانمرګی برید دې د یوه ښځې له خوا ترسره شوی وي. په داسې حال کې چې په روسیې کې د ژمني اولمپیک لوبو د امنیت په اړه لا وختي اندیښنې موجودې دي، دغو دوو بریدونو په دې اړه اندیښنې نورې هم ډیرې کړې دي. پلان شوې ده چې د المپیک ژمنۍ لوبې شپږ اوونۍ وروسته د روسیې په سوچي ښار کې پیل شي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د والګاګراد ښار د بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو داسې ګومان کیږي چې دغه بریدونه دې د افراطي اسلامپاله یاغیانو له خوا ترسره شوي وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب