1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په واشنګټن کې د ډېرې واورې له ورېدلو څخه خبرداری

آژانس۱۳۹۴ بهمن ۳, شنبه

د امريکا د متحده آيالاتو په پلازمېنه واشنګټن کې د ۳۶ ساعتونو په ترڅ کې د يو متر واورې د اورېدلو انتظار کيږي. چارواکي خبرداری ورکوي چې پروسږ کال د واورې په داسې يو توفان کې خلک مړه شوي هم ول.

https://p.dw.com/p/1Hil3
انځور: Getty Images/W. McNamee

د امريکا د متحده آيالاتو ختيځ ساحل کېدای شي د ډېرو کلونو راهيسې د واورو د تر ټولو سخت توفان څخه اغېزمن شوی وي. د واشنګټن په آيالت کې د څو ساعتونو په ترڅ کې ۹۰ سانتي متره واوره واورېده. ډېرې ترافيکي حادثې هم وشوې او ځينې خلک اوس لا د برېښنا له نشتوالي سره مخامخ شوي دي.

د هواپېژندنې د ملي ادارې کارپوهانو خبرداری ورکړ چې کېدای شي په ۱۹ آيالتونو کې تر ۸۵ ميليونو پورې انسانان د سختې واورې او قوي بادونو له کبله اغېزمن شي. چارواکو آن ژوند ته له خطر څخه خبرې کولې که انسانان ځانونه په کافي توګه دغه توفان ته تيار نه کړي. په تېرو کلونو کې د امريکا په متحده آيالاتو کې په داسې ورته توفانونو کې وار په وار انسانان مړه شوي ول.

«په کور کې پاته شئ»

د يو متر واورې د ورېدو انتظار کيږي. واوره د جمعې په ورځ د غرمې په موده پيل شوې وه چې کېدای شي ۳۶ ساعته دوام وکړي. له دې کبله کېدای شي د ۱۹۲۲ کال زوړ رکارډ مات شي. د واشنګټن ښاروالې، موريل باوزر، په پلازمېنه کې مېشتو خلکو باندې غږ وکړ چې «په کور کې پاته شئ، له سړکونو څخه ډډه وکړئ.» د هواپېژندونکو په قول دغه ښار د واورې د توفان اصلي مرکز دی.

باوزر زياته کړه چې دغه واوره به خورا «لنده او درنده» وي. له دې کبله مېرمن باوزر د سړک د پاسه تېرېدونکو د برېښنا مزو ته اندېښمنه ده. که د برېښنا ستنې د واورې د ډېر وزن له کبله چپه شي، نو په لسونو زره خلک به په پلازمېنه کې برېښنا ونه لري. د شمالي کارولاينا په آيالت کې د واروې توفان د سهار په وخت پيل شوی و. داسې اورښتونه وشول چې د سړک په سر سمدلاسه يخکونه جوړ شول. يوازې د شمالي کارولاينا په آيالت کې اته ميليونه ليټره مالګوبی په سړکونو باندې وپاشل شو. د شمالي کارولاينا په څېر نورو آيالاتو، لکه ويرجينيا، ماريلنډ او پلازمېنې واشنګټن هم اضطراري حالت اعلان کړی دی.د خوراکي توکو زېرمه کول

په واشنګټن او شاوخوا سيمو کې ډېرو وګړو ځان ته د خوراکي توکو زېرمې جوړې کړې دي او د برېښنا قطع کېدلو ته يې هم چمتووالی نيولی دی. د جمعې په سهار حتی په پلازمېنه کې يوازې لږ بسونه ليدل کېدل او مترو او اورګاډو هم په غيرمنظم ډول تګ راتګ کاوه. د ختيځ ساحل په اوږدو کې تقريبا ۸۰۰۰ الوتنې لغو شوې، په تېره بيا د چارلوټ ښار ترانزيتي هوايي ډګر خورا اغېزمن شوی و.

نيو يارک، واشنګټن، فيلادېلفيا او چارلوټ ته د آلمان د لوفت هانزا هوايي شرکت ځينې الوتنې هم لغو شولې. ځينې هوايي ډګرونه لکه د رونالد رېګن هوايي ډګر په واشنګټن کې تړلي پاته کيږي. ځينې هوايي شرکتونو خپلې الوتکې په نورو ځايونو کې ودرولې د دې له پاره چې ډېره واوره ورباندې ونه لويږي. داسې ويل کيږي چې د واورې د توفان لړۍ کېدای شي د نيو يارک تر ستر ښاره پورې وغځيږي. سربېره پر دې د الاباما او لويزيانا په څېر په سويلي آيالتونو کې د توفان له کبله د سيلابونو او نيزونو له راټوکېدلو څخه اندېښنه موجوده ده.

USA Washington Schneesturm
انځور: Reuters/Nasa/Noaa Goes