1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هيوادکې دننه شړل شوي اومهاجرين

حسن » بری «۱۳۸۵ تیر ۲۶, دوشنبه

هغوۍ د جگړو د جبهوپه مينځ کې واقع کيږي، له جگړونه تښتي، له خپلوکليوڅخه شړل کيږي ـ په خپل هيوادکې مهاجرين، په خپل هيوادکې دننه شړل شوي. دغه مهاجرين د دې امکان نلري چې د خپلوهيوادونو له پولوڅخه نورو ډاډه هيوادونوته وتښتي، ځکه نو په خپلوهيوادونوکې دننه په کمپونو، ځنگلونو او يا د لويوښارونو د بيوزلوپه سيموکې ژوندکوي.

https://p.dw.com/p/DMrS
انځور: AP

گڼ شميرپه اصطلاح په لارې کې پاتې کيږي. د کورنيو پلرونه اوميندي وژل کيږي، ماشومان يوازې پاتې کيږي، د خپلې خواشينۍ له عهدې نه بايد يوازې ووزي او د سختيواوناخوالوپه چاپيريال کې بايدژوند وکړي. د خپلوحکومتونواونړيوالولخواهيرشوي اوپه سختيوکې يوازې پريښودل شوي.

سببونه او حالتونه
هم په هيوادکې دننه د شړل کيدواومهاجرت سببونه اوهم يې حالتونه، ډيرمختلف دي. په نورمال حالت کې وسله والې جگړې اوکورنۍ جگړې: خلک د جگړو د جبهوپه مينځ کې واقع کيږي، خپل کورونه ترک کوي او د ژوندي پاتې کيدولپاره، له جگړوڅخه تښتي.

اکثريت قربانيان ښځې او ماشومان
اوس د نړۍ په ۴٠ هيوادونوکې کورني شړل شوي اومهاجرين شته. په خپلوهيوادونوکې د شړل کيدو او مهاجرت د قربانيانوشمير، په نړۍ کې ٢٥ ميليونوته رسيږي او د هغوۍ ٪٧٠ ښځې او ماشومان دي