1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هيلمند کي دوه تنه بهرني سرتيري ووژل سول

۱۳۹۱ آبان ۹, سه‌شنبه

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو ويلي دي، چي د دوی دوه تنه سرتيري په دغه هيواد کي هغه مهال ووژل سول چي د افغان امنيتي ځواک په يونيفورم کي يو تن ور باندي ډزي وکړې. طالبانو د دې حملې مسﺉوليت پر غاړه اخيستی دﺉ.

https://p.dw.com/p/16ZbW
انځور: AP

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو يوه وياند نن(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۳۰) ويلي دي: «يوه عادي وګړي، چي د افغانستان د ملي پوليسو يونيفورم ﺉې اغوستی وو د دغه هيواد په جنوب کي د ايساف ځواکونو پر سرتيرو باندي بريد وکړ او دوه تنه ﺉې ووژل.»

د المان خبري اژانس(dpa) ليکي چي دغه دوه تنه بريتانيايي سرتيري په هيلمند ولايت کي وژل سوي دي.

د هيلمند والي محمد نعيم بلوڅ هم پيښه تاﺉيد کړې ده، او ويلي ﺉې دي، چي د دغه ولايت په کرګشک ولسوالۍ کي دوه تنه بهرني سرتيري وژل سوي دي.

دا د یوې اوونۍ په جريان کي دوه هم خونړۍ پيښه ده، چي په دغه ولايت کي ترسره کيږي. د تيري چهارشنبې په ورځ په ګرشک ولسوالۍ کي د ګزمې پر مهال د بريتانيا دوه تنه سرتيري ووژل سول.

په روان کال کي په افغانستان کي د دوست- دښمن بريدونو په پايله کي ۵۳ تنه بهرني سرتيري وژل سوي دي.

بله خوا طالبانو د نن ورځي د پيښي پړه پرغاړه اخيستې ده او ويلي ﺉې دي: «بريد د دوی د يوه تن ملګري عتيق الله له خوا تر سره سوی دﺉ.»

د دغي ډلي يوه وياند قاري يوسف احمدي ويلي دي، چي بريد د هلمند ولايت په ګريشک ولسوالۍ کي تر سره سوی دﺉ.

په افغانستان کي بهرنيو ځواکونو ويلي دي، چي د داخلي حملې لامل د پوليسو په ليکو کي د طالبانو نفوذ دﺉ.

په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواک په یونيفورم کي پر بهرنيو سرتيرو باندي بريدونو د افغان او بهرنيو ځواکونو تر منځ د اعتماد فضا زيانمنه کړې ده.

څو اوونۍ د مخه بهرنيو ځواکونو د لنډ وخت له پاره له افغان امنيتي ځواک سره ګډي ګمزې وځنډولې، چي دغه پريکړه بيا د دغه هيواد په دننه او دباندي کي له سخت غبرګون سره مخامخ سوه.

دويچه ويله/ dpa/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش