1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هنگري کې د مهاجرو په تړاو ټولپوښتنه ناکامه شوې

۱۳۹۵ مهر ۱۲, دوشنبه

هنگري د اروپایي اتحادیې د مهاجرو الزامي ونډي ته په څرگند ډول د «نه» ځواب ویلی، خو په ټولپوښتنه کې د رای ورکوونکو د کم شمیر گډون له کبله هغه اعتبار نه لري. خو لومړي وزیر ویکتور اوربان ته دا خبره بې تفاوته ده.

https://p.dw.com/p/2QpPg
Ungarn Referendum ungültig Viktor Orban
انځور: picture alliance/AP Photo/V. Ghirda

د هنگري د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې د یکشنبې د ورځې په ټولپوښتنه کې کابو څلویښت سلنه د رای ورکولو مستحقو کسانو خپلې رای کارولي دي. خو دا چې ټولپوښتنه د اعتبار وړ وای، نو باید تر پنځوسو سلنو زیاتو رای ورکوونکو پکښې گډون کړی وای.

په اصل کې باید د رای ورکولو ۸،۳ میلیونو مستحقو کسانو پریکړه کړی وای چې د اروپایي اتحادیې د مهاجرو د منلو په تړاو د ویش الزامي ونډه مني او که نه؟

د رسمي معلوماتو له مخې ۹۸،۳ سلنه خلکو د مهاجرو په تړاو د اروپایي اتحادیې سیاست ته د «نه» په پلویتوب رای ورکړې ده. ښی اړخه محافظه پاله واکمن گوند، د ناکامه ټولپوښتني، په پام کې نیولو پرته د هغې پایله ستره بریا بولي.

اوربان د گټونکي په توگه بریا لمانځي

د هنگري لومړي وزیر ویکتور اوربان د واکمن گوند FIDESZ د پلویانو پر وړاندي ځان د گټونکي په توگه وړاندي کړ. هغه په بودا پېست کې وویل: «موږ یوه بې سارې نتیجه تر لاسه کړه.» د هنگري لومړي وزير په خپلو څرگندونو کې گواښ وکړ چې «دغه وسله به په بروکسل کې هم تیره وي.» دا چې د ټولپوښتنې پایله اعتبار نه لري، هغه دا خبره له پامه وغورځوله.

اوربان د خپلې رای تر کارولو وروسته ویلي ول چې دا خبره بې تفاوته ده چې دغه ټولپوښتنه اعتبار لري او که نه. د هغه په خبره ښي اړخی محافظه پاله حکومت به یې په هکله خبرې اترې وکړي: «موږ تل ویلي دي چې یوازې د هنگري پارلمان پریکړه کولای شي چې هنگري له چا سره یو ځای اوسیدل غواړي او دغه څه به موږ په قانون کې ولیکو.»

د اوربان په خبره په دې ویاړي چې هنگري د اروپایي اتحادیې لومړنی غړی هیواد دی چې د دغې اتحادیې د کډوالو د سیاست په هکله رای اچونه کوي. خو هغه یادونه وکړه چې له بده مرغه دوی یوازني څوک هم دي چې دغه کار تر سره کوي.

د اروپایي اتحادیې د مهاجرو د ویش د الزامي ونډي په تړاو د یوې ټولپوښتني د تر سره کیدو د مخه د اوربان لهجه بل ډول وه. هغه د «اوریگو» په نوم له یوې ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي ول چې «دی به لږ ناهیلی شي، که چیرې په ټولپوښتنه کې د خلکو گډون تر سل سلنې ټیټ وي. د اکتوبر دوهمه نېټه به وښيي چې د بروکسل د بیوروکراسۍ پر ضد د مبارزې له پاره توره څومره تیره ده.»

د ریفرنډم د تر سره کیدو په درشل کې د اوربان حکومت د «نه» په پلویتوب کمپاین کاوه او پر نورو سربیره یې دا خبرداری هم ورکاوه چې له مهاجرو سره دغه هیواد ته احتمالا «ترهگر» هم ورتللی شي.

له بیلا بیلو اړخونو نیوکې

د بشري حقونو سازمانونه پر حکومت تور لگوي چې په دغه کمپاین سره د ولس په منځ کې په هدفي توگه ویره خپرول غواړي. د اروپایي اتحادیې د پارلمان مشر مارتین شولتڅ، د اوربان پر حکومت تور لگولی دی چې په دغه ریفرنډم سره «یوه خطرناکه لوبه» تر سره کوي. شولتڅ ویلي دي چې په دې سره اوربان د اروپایي اتحادیې د قوانینو مشروعیت له پوښتنې سره مخامخوي.

د اوربان اداره د اروپایي اتحادیې د ۲۰۱۵م کال د پریکړې له تطبیقدو څخه ډډه کوي، د کوم له مخې چې باید مهاجرین د دغې اتحادیې پر غړو هیوادونو باندې وویشل شي. د دې کار موخه دا ده چې د یونان او ایټاليا د اوږو بار سپک شي، ځکه چې دغو دوو هیوادونو ته په لومړي سر کي تر ټولو زیات مهاجر وررسیږي. د الزامې ویش د ونډي له مخې هنگري باید له ۱۶۰ زرو مهاجرو له جملې څخه ۱۳۰۰ مهاجر ومني.

هنگري له تیر میلادي کال راهیسې د مهاجرو په تړاو سخت دریځ غوره کړی دی. په ۲۰۱۵م کال کې ۴۴۰ زره مهاجر چې زیاتره یې سوریایان ول، د هنگري له لارې منځنې اروپا ته ولاړل. دا چې د مهاجرو مخه ونیول شي، اوربان له صربستان او کروشیا سره پر پوله اغزنې کټارې جوړې کړې او د هنگري د پناه غوښتنې قوانین ډیر سخت کړی شول.

نور مطالب