په هنګري کې د پناه غوښتونکو لخوا د نه خوړلو اعتصاب
۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبهدغه اعتراضونه په داسې وخت کیږي چې د بشري حقونو اروپايي محکمې د دوو بنګلدیشي مهاجرو په ګټه پریکړه کړې کوم چې د هنګري حکومت لخوا په ۲۰۱۵م کال کې په غیر قانوني ډول نیول شوي او له دې هیواد څخه ایستل شوي وو.
د نه خوړلو اعتصاب کوونکي چې شمیر یې ۸۰ تنو ته رسیږي زیاتره د افغانستان، پاکستان او سوریي هیوادونو دي. دغه اعتصاب کوونکي د ۱۰۲ هغو پناه غوښتونکو له ډلې څخه دي کوم چې د هنګري هیواد په جنوب ختیځ ښار بیکیس سابا کې په یوه کمپ کې بند ساتل کیږي.
د هنګري د دولتي تلویزیون انځورونه ښيي چې یو شمیر اعتصاب کوونکو د بندو کړکیو ترشا په لاسونو کې پاڼې نیولي دي او ورباندې لیکل شوي «موږ مهاجرین یو، موږ ترهګر نه یو».
د هنګري هیواد د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې په یوه اعلامیه کې چې د اسوشیتید پریس خبري آژانس ته رسیدلې، ویلي چې د پناه غوښتونکو د روغتیا د څارنې له پاره دوی د ټولنیزو کارکوونکو او وسلوال امنیتي ساتونکو شمیر لوړ کړی. زیاته شوې ده چې همدا راز د نه خوړلو اعتصاب له امله روغتیايي پاملرنه ډیره کړې ده.
د بشري حقونو د اروپايي محکمې د یوې پریکړې په اساس صربستان ته څیرمه د هنګري په پوله چیرته چې دوه بنګالي کډوال الیاس الیاس او علي احمد د پناه غوښتنه کړې وه او بیا وروسته بیرته صربستان ته اخراج شوي وو، هر یو ته ۱۰ زره یورو او د دوی مصارف بیرته ورکړل شوي دي. دغه پریکړه له دې امله شوې چې دوی په دې سیمه کې پرته له کوم دلیل څخه په بند کې ساتل شوي وو.
د نورو مواردو ترڅنګ یادې محکمې دا هم موندلې چې هنګري چارواکي په جلا ډول سره د هر یو پناه غوښتونکي د دوسیې په څیړنو کې پاتې راغلي دي. د دې کار له امله دوی بیرته یونان ته د اخراج له ګواښ سره مخ کیږي.
د ۲۰۱۵م کال په پای کې، هنګري له صربستان او کرواشیا سره د خپلې پولې د خوندیتوب له پاره یو اغزن سیم رغولی دی. د دې کار موخه یې غربي اروپا ته د مهاجرینو د ورتګ مخنیوی په ګوته کړی دی.
د تیرې اونۍ د یو نوي قانون پر اساس، ټول پناه غوښتونکي به د صربستان پولې ته څیرمه د کانتینرونو په کمپونو کې ځای په ځای کیږي. د بشري حقونو سازمانونو د هنګري له ولسمشر جانوس آدیر، څخه غوښتنه کړې چې دغه قانون دې ویټو کړي.