1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې یوې اوویا کلنې میرمن لومړی ماشوم زیږولی

د فرانسې خبري آژانس۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبه

په هند کې یوه ۷۰ کلنه میرمن د لومړي ځل له پاره یو ماشوم نړۍ ته راوړی دی. د دالجندر کور، په نوم دغه ښځه وايي ژوند یې اوس مکمل شو. هغه څرنګه امیدواره شوه؟

https://p.dw.com/p/1IlUu
انځور له ارشیف څخه: په ۲۰۰۸ کال کې هم په هند کې یوه ۷۲ کلنه میرمنه امیدواره شوې وه.
انځور له ارشیف څخه: په ۲۰۰۸ کال کې هم په هند کې یوه ۷۲ کلنه میرمنه امیدواره شوې وه.انځور: STRDEL/AFP/Getty Images

د فرانس پریس خبري آژانس ویلي دي چې د هند د پنجاب ایالت د امرتسر ښار اوسیدونکې دالجندر کور، په لومړي ځل یو ماشوم زیږولی. د دې د میړه عمر ۷۹ کاله ښوول شوې. نوموړې له دوو کلونو راهیسې د هریانه په یوه روغتون کې د مصنوعي القاح تر تداوې لاندې وه.

د هند د پنجاب ایالت دغه جوړې ۴۶ کاله تر مخه واده کړې وو. دالجندر وايي چې د وخت په تیریدو سره یې د مور کیدو هیله له لاسه ورکړې وه. په داسې یوه ټولنه کې چې د اولاد نه درلودلو ته د خدای د عذاب په سترګه کتل کیږي، د دوی له پاره دغه ډير مشکل وخت وو.

دالجندر ویلي دي: «بالاخره خدای زموږ دعاوې واوریدې. داسې ښکاري چې اوس مې ژوند بشپړه شو. د خپل زوی پالنه خپله کوم. خاوند مې هم ډیر خوښ دی او هر ډول مرسته راسره کوي.»

دالجندر وايي کله چې د یوه سوداګریز اعلان له لارې د مصنوعي القاح په هلکه خبره شوه نو پریکړه یې وکړه چې له همدې لارې به د کوچني د زیږولو هڅه وکړي. په هند کې هم زیاتره زاړه خلک د تولد سند نه لري. دالجندر خپل عمر ۷۰ کاله ښيي خو د روغتون له خوا د نوموړې عمر ۷۲ کاله ښوول شوی.

د هند د «مصنوعي القاح ملي مرکز» له خوا چیرته چې د دالجندر تداوي شوې، ویل شوي چې تازه زیږیدلی ماشوم روغ رمټ دی.

د دالجندر میړه مهندر سینګ ګِل د امرتسر سره د نزدې پرتې سیمې یو بزګر دی. دی وايي د هغو پروا نه لري چې د دوی د سن په اړه خبرې کوي. دوی دغه ماشوم ارمان نومولی.

مهندر سینګ ګِل زیاته کړه: «خلک راته وايي چې کله چې تاسې مړه شې نو د ارمان پالنه به څوک کوي. خو موږ پر خپل خدای پوره باور لرو او په دې عقیده یو چې خدای هر وخت په هر ځای کې موجود دی او هم هغه به زموږ پر زوی پام کوي.»

د مصنوعي القاح له لارې علاج کونکی داکتر انوراګ بشنو، وايي چې د دالجندر د تداوې پر وخت لومړی زره نا زړه وو خو کله چې ټول معاینات بشپړ شول نو دوی پوه شول چې د نوموړې د مور کیدو چانس شته دی.

په هند کې په ۲۰۰۸م کال کې هم د اترپردیش یوې ۷۲ کلنې میرمن غبرګوني ماشومان زیږولي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب