1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په هند کې يو «ميندواره» ماشوم زيږيدلی

۱۳۹۶ مرداد ۱۱, چهارشنبه

په هند کې يو داسې ماشوم زيږيدلې چې بل ماشوم يې په خيټه کې وو. دا په يوه «جنين کې د بل جنين» جوړيدو د ناسالمې ودې يوه نادره پيښه ده چې په کې يو پارایزيت ډوله جنين د مور په بطن کې د يوه بل ماشوم په بدن کې وده کوي.

https://p.dw.com/p/2hXOE
Baby mit Zwilling im Bauch geboren
انځور: Picture-alliance/dpa/N. Nichlani

اووه سانتي متره اوږد او تر ۱۵۰ ګرامو زيات وزن درلودونکی جنين، چې ماغزه او د بدن نور يو څو غړي یې لرل، د خپل غبرګوني ورور په خيټه کې موندل شوی. دغې پېښې هندي ډاکتران حيران کړي دي.

ممبي ته څيرمه د تانه سيمې په يوه روغتون کې د جولايي پر ۲۰مه نيټه زيږيدلي د دې ماشوم جراحی عملیات بيا د جولايي پر ۲۵ نيټه په يو بل روغتون کې د ماشومانو د مختصصانو له خوا ترسره شول او هغه ناسالم جنين ترې ايسته کړای شو.

ولادي نسايي ډاکترې نينا نیچلاني، د «ټايمز آف انديا» ورځپانې ته ويلي چې مور او ماشوم دواړه ښه دي او دغه ماشوم به ډیر ژر وکولای شي چې د مور شيدې وڅښکي.

د دغه ماشوم ۱۹ کلنه مور په دې نه پوهيدله چې په غبرګونو حامله ده. په دې ډول ميندوارۍ کې غبرګوني يوه ملانۍ لري چې يو ماشوم بيا له بل څخه خوراک ترلاسه کوي. 

د جولايي مياشت په سر کې د مور په خيټه کې د جنين د يوې نورمالې معاينې پر وخت د ماشوم په خيټه کې يوه غوټه ليدل شوې وه چې هډوکي یې هم لرل.  د يوه سالم هلک ماشوم سره نښتې دغه ناسالم جنين په دغه معايناتو کې  يوې دانې يا سيست ته ورته ښکاريده.

راديولوژیست بهاونا تورات د آلمان خبري آژانس ته وويل: «د زيږديدو تر مخه التراساوند کې بيا موږ د ماشوم په خيټه کې يو بل ماشوم چې دماغ او د بدن ځينې نور غړي یې جوړ ول د جنين په کڅوړه يا کيسه کې وليده.»

ده زياته کړه: «د دغه ماشوم مور په غبرګونو ميندواره وه خو دلته يو ماشوم د بل په خیټه کې رانغاړل شوې وو او د ميلمه ماشوم او پارازیت غبرګوني حالت یې رامنځته کړې وو. دغه جنين بيا يوازې ۱۳ اوونۍ وده کړې وه او بيا وروسته یې وده دريدلې وه.»

په ټوله نړۍ کې تر اوسه د ۱۰۰ تر ۲۰۰ پورې داسې پيښې ثبت شوي دي. د اټکل له مخې په جنين کې د جنين موندل په هرو ۵۰۰ زرو ژونديو زيږيدنو کې يو ځل واقع کیږي.