1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د اورګاډې په حادثه کي ۹۰ تنه ووژل شول

۱۳۹۵ آبان ۳۰, یکشنبه

اورګاډي په هندوستان کې د عمومي تګ راتګ یو له خطرناکو وسیلو څخه شمیرل کیږي. یو وار بیا د دغه هیواد په اترا پردیش ایالت کې داسې یوې پيښې د لسګونو انسانانو څخه ژوند واخیست.

https://p.dw.com/p/2Sxi3
Expresszug entgleist: Viele Tote bei Zugunglück in Indien
انځور: Reuters/ANI

د هندوستان په شمال کې د کنپور ښار ته نږدې د اندورا پتنا اکسپرس په نامه یو اورګاډئ له خپلې لیکې یا پټلۍ څخه ووت. د دغه هیواد خبري آژانس  PTI په حواله د دغه اورګاډي ۱۴ واګنونه یا ډبې له خپلې لیکې څخه وتلي دي. د دغې پيښې اصلي لامل تر اوسه پورې نه معلوم.

دغه ګړندی اورګاډئ د مرکزي ایالت مدهیه پردیش د ایندور او ختیځ ایالت بِهار، د پټنه سیمې تر منځ مسافر انتقالول. دغه سیمه چې پيښه په کښې رامنځته شوې د مرکزي ایالت اترا پردیش مرکز لکهنوو سویل لویدیځ ۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

تیر کال د مارچ په میاشت کې هم د ګړندي اورګاډئ په یوه بله پيښه کې ۳۰ تنه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. په دغه پيښه کې هم اورګادئ له خپلې لیکې څخه وتلی وو.

 هندوستان په نړیواله کچه د اورګاډئ د سیستم ډیر لوې چال لري. هره ورځ په دغه هیواد کې تر ۲۰ میلیونو ډیر انسانان په اورګاډیو کې سفر کوي.

په همدې منځ کې د دغو اورګاډو تخنیکي سیستم زوړ شوی او په مقایسوي ډول یې د خوندیتوب کچه ډیره ټیټه ده. په دغه هیواد کې هر کال په زرګونه انسانان د اورګاډئ په مختلفو پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هندوستان حکومت غواړي چې د میلیادونو په پانګونې سره د اورګاډئ سیستم خوندي او اقتصادي کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.01.2016):