1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي د امريکايي کیمياوي فابريکې قربانيان د عدالت غوښتونکي دي

۱۳۸۹ خرداد ۲۸, جمعه

د 1984 کال د دسامبر د مياشتې په دريمه نيټه د هندوستان د بوپال په ښار کې د وژونکو کيمياوی توکو Union Carbide د يوې امريکايي فابريکې نه 40 ټنه ميتيليوزوسينات Methylisocyanat (MIC) راووتل او او سيمه يې ککړه کړه...

https://p.dw.com/p/Nwws
د هندی روغتيايي کارکوونکو د څرګندونو له مخې 10.000 تنه د پيښې په لومړيو څو ورځو کې ووژل شول
د هندی روغتيايي کارکوونکو د څرګندونو له مخې 10.000 تنه د پيښې په لومړيو څو ورځو کې ووژل شولانځور: AP

د هندی روغتيايي کارکوونکو د څرګندونو له مخې 10.000 تنه د پيښې په لومړيو څو ورځو کې ووژل شول او نور 20.000 تنه بيا د دې نه د وروروسته اغيزونو نه مړه شول. ټول 100.000 تنه په ناروغيو اخته شول.اوس د لومړي ځل لپاره يوې محکمې د دغې امريکايي کمپنۍ لارښودونکي کارکوونکي د « غير قصدی وژنې» په تور ملامت کړي دی. دا د پيښې له وخته لومړنۍ ملامتونه ده. په هر صضورت د بشری حقونو ټولنې د ملايمې سزا له امله په غوسه دی.

دا اوس په هند کې د ورځې موضوع ده ـ ټوله ورځ په ټلويزيونونو کې د بوپهال د محکمې تصويرونه ښکاره کيږی. د زهری ګازو د خوشی کيدو نه لا 25 کاله وروسته هم دا موضوع نوې ده. نن هم له 100.000 څخه زيات کسان د دغو زهری ګازو د وروروسته اغيزو له امله له روحی او ياخو جسمی لحاظه معيوب دی. دوی ځانونه په خپل ژوند کې غولول شوی احساسوي.

يو تن وايي:«حتی هغه ماشومان چې اوس نړی ته راځی هم معيوب دی ـ 25 کاله وروسته هم موږ د بوپهال د پيښې اغيزونه وينو.زموږ ميرمنې ماشومان نه شی زيږولای - ټول قربانيان لکه ژونديو مړو غوندی دی. دا يو ستر جنايت دی او محکمه د تورنو ملاتړ کوی. دغه فيصله 25 کاله وروسته کيږی او لاهم موږ په محکمه کې نشو کيناستلای.»

په تيرو محکمو کې امريکايي کمپنۍ د سر د زيان په ورکولو محکومه شوې وه. خو 1700 ايرو د يوه وژل شوی او 420 ايرو د هر ټپي لپاره څه پيسې نه دی.خو قربانيان د وژل شويو لپاره څه زيات غواړي

« موږ غواړو چې دوی په دار وځړول شی.. دوی بايد له سزا څخه ونه ژغورل شی.»

څرنګه چې ښکاری د بوپهال دغه محکمه به هم وروستۍ محکمه نه وی.قربانيان به دوی آرامه پرې نه ږدی - دا د ددوی د ژوند خبره ده.

Steinhausen/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل