1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند او نیپال کې ورښتونو ډیره مرګ ژوبله رامنځته کړې

۱۳۹۶ مرداد ۲۳, دوشنبه

په نیپال او هند کې سیلابونو او د ځمکې ښویدنې په پيښو کې لږ تر لږه ۹۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مرګ ژوبلې د شمیر د زیاتیدو انديښنه څرګنده شوې ده. لا هم ډیر شمیر کسان لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/2iAPx
Nepal Überschwemmung durch Monsunregen
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Paudel

د هند او نیپال سرحدي سیمې د سختو موسمي بارانونو له کبله اغیزمنې شوي دي. په دې سیمه کې د ځمکې ځینې برخې اوبو لاندې شوې دي. د نیپال له طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې ویلي دي: «د ژغورنې چارې پېل شوي دي، خو د اوبو سطحه لا ټیټه شوې نه ده.»

د سره صلیب نړیوالې ادارې په دغه هیواد کې لږ تر لږه د ۵۳ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی. سیلابونو په زرونو کسان دې ته اړ کړي دي چې د ځمکې له سطحې لوړو سیمو ته پناه یوسي.

په هند کې مرګ ژوبله

په هند کې د خټو د سیلاب له کبله ۴۵ تنه وژل شوي دي. دغو کسانو په هماچل پردیش ایالت کې په یوه غرنۍ سیمه کې په دوو سرویس موټرو کې سفر کاوه. د دغه هیواد د پوځ د وینا له مخې د ژغورنې چارې ادامه لري.

Indien Überflutung durch Monsunregen
ډیری خلک دې ته اړ شوي دي چې خپل کورونه پریږديانځور: Getty Images/AFP/B. Boro

د پولیسو د معلوماتو له مخې د پيښې پر مهال سرویسونو په یوه تمځای کې انتظار کاوه. د هغوی په وینا یو شمیر مسافرو د خوړو له پاره څه رااخیستل.

په اصل کې موسمي بارانونه د جون میاشتې په وروستیو کې پيلیږي او د اګست میاشتې په وروستیو کې ختمیږي. په روان میلادي کال کې د دغو بارانونو له کبله رامنځ ته شوو سیلابونو په نیپال کې لږ تر لږه سل تنه وژلي دي. د دغه هیواد د هوا پيژندنې ادارې ویلي دي چې خلک باید د نورو بارانونو له پاره تیاری ونیسي.

د همالیا د غرونو په لړۍ کې پروت دغه کوچنی هیواد زیاتره وختونه له طبیعي ناورینونو سره مخامخ کیږي. په ۲۰۱۵م کال کې په دغه هیواد کې یوې سختې زلزلې ۹۰۰۰ تنه وژلي وو.