1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کې د سیلابونو له امله ۹ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16Cv1

د هندوستان په لیرې پرته شمال ختیځه برخه کې د سیلابونو له امله د یوه ساختماني شرکت ۹ تنه کارکوونکي وژل شوي او نور ۱۵ تنه لادرکه دي. زیاته شوې ده چې د لادرکه شوو کسانو د وژل کیدو ویره موجوده ده. د هندوستان د سکم ایالت جگپوړي دولتي چارواکي ویلي دي چې د ساختماني شرکت دغه کسان د چنگتان په سیمه کې په یوه کمپ کې اوسیدل چې د جمعې په ورځ سیلاب له ځانه سره په مخه کړي دي. دغه چاوراکي زیاته کړې ده چې تر اوسه د ۹ کارکونکو جسدونه موندل شوي دي او د نورو د لټون چارې ادامه لري. هغه زیاته کړې چې دغه کسانو د سرک د جوړولو په یوه پروژه کې کار کاوه.