1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په همدی څو اونيو کی به افغانستان ته د 20000 نه تر 30000 پوری د نوی امریکايی عسکرو تګ پيل سي

۱۳۸۷ دی ۲۴, سه‌شنبه

همدا اوس په افغانستان کی د بهرنيو ځواکونو شمير تر 70000 پوري رسيږی. چی د دغه ځواکونو د څلورو برخو څخه دري برخي يی د ناتو تر قوماندانی لاندي په افغانستان کی نورو مقاومت کونکو په مقابل کی د کرزي د حکومت ساتنه کوی.

https://p.dw.com/p/GXYW
په افغانستان کي امریکايي عسکر
په افغانستان کي امریکايي عسکرانځور: AP

او دا کار د امريکی د متحده ايالتونو د راتلونکی ولس مشر بارک اوباما د هغه پلان يوه برخه بلل کيږی چی وايي بايد افغانستان ته زیاته پاملرنه وشی او په دغه سيمه کی د ترهګري په ضد مبارزی ته بايد زور ورکړ شی.

په افغانستان کی د ناتو تر قومانداني لاندي د نړيوال سوله ساتونکو ځواکوISAF شمير51000 ته رسيږی چی د يوه وروستي رپوټ له مخی د څه نه څه 40 هيوادونو څخه راځی.

زیاتره دغه ځواکونه د افغانستان په سويلی او ختیځو سیمو کی، چيرته چی تندلاري طالبان ډير فعاله دي، ځاي په ځای شوی او د دوي دنده بايد دا وی چي په دغه سیمو کی امنيت راولی. د کرزي د حکومت حاکميت ته لاره هواره کړی ترڅو چی د بيرته رغونی او انکشافي چارو د پرمخ بيولو د پاره امکانات برابر شي.

د نړيوال سوله ساتونکو ځواکوISAF شمير51000 ته رسيږی د څه نه څه 40 هيوادونو څخه راځی.
د نړيوال سوله ساتونکو ځواکوISAF شمير51000 ته رسيږی د څه نه څه 40 هيوادونو څخه راځی.انځور: AP

خو په افغانستان کی د نړیوال سوله ساتونکی ځواکونو ISAFتر څنګ د دوامداري آزادی يا Opration Enduring Freedom ترکود نامه لاندی امریکاي ايتلافي ځواکونه هم به دغه هیواد کی شته چی دوی خپله دنده په دغه سیمه کی د ترهګری په ضد مبارزه بولي. دا چی په واقعي توګه به د دغه عسکرو شمير څومره وی، په دی اړه سقه معلومات نشته خو ويل کیږی چی لږ تر لږه 10000 امریکايی عسکر په دغه نامه په افغانستان کی عملیات سرته رسوی. په مجموعی توګه په افغالنستان کی د امریکايی عسکرو شمير 32000 اټکل شوی، اود هندوکش په لمنه کي پروت هیواد افغانستان کی نور بهرنی عسکر دنورو هیوادونو څخه راځی.

داسي هم ويل کیږی چی دافغانی عسکرو شمير بايد اوس 80000 ته رسيدلي وی او په راتلونکی کی به د دوی شمير 134000ته ورسيږی. سربيره په دی بايده دی چي افغانستان همدااوس 82000 پوليس هم ولری.

دا چي د نړیوال سوله ساتونکی ځواکونو په کتارکی افغانستان ته د کومو هیوادونو څخه څومره عسکرراغلي:

د امريکی د متحده ایالتونو څخه: 1950
برطانيا : 8745
جرمني : 3600
فرانسه : 2785
کانادا : 2750
ايتالیا : 2350
هالند : 1770
پولند : 1130
آسترلیا : 1090
ترکيه : 860
هسپانيا : 780
رومانيا : 740
دنمارک : 700

اونور هيوادونه چی به افغانستان کی عسکر لری: بلغاريا 460، ناروي، بلجيم، سويدن، چک، کوارثيا، هنګري، ليتوانیا، سلواکيا، نوی زیلاند، البانيا ، مقدونيا ، استوانیا ، يونان ، فنلند ، پرتګال ، لتويا ، سلووانيا ، آذربايجان ، اکراين ، لوګسمبورګ ، آیسلند ، ايرلند ، اطريش او ګورجستان دی.