1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې ټپي شوې پولیسې ساه ورکړه

هما ناصري (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۲۵, دوشنبه

په هلمند کي تر ټولو لوړ پوړې پوليسه افسره چي د يکشنبې په ورځ ټپي شوې وه د دوشنبې په ورځ يې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده. تر دغي پيښي دوې مياشتي دمخه په يوې ورته پيښه کي يوه بله افسره هم په همدغه سيمه کي ووژله سوه.

https://p.dw.com/p/19iKI
انځور: Reuters

د هلمند ولايت چارواکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۱۶) رسنيو ته ويلي دي چي آغلې نگار چي د يکشنبې په ورځ د نامعلومو وسله والو له خوا په مرميو ويشتل شوې وه د دوشنبې په ورځ يې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

د دغه ولايت وياند عمر ځواک رسينو ته وويل: «آغلي نګار نن سهار د دغه ولايت د روغتون په عاجله څانګه کښي د ډیرو سختو ټپونو له کبله چي په غاړه کي يې لرل ساه ورکړه.»

مخکي داسي ويل کېده چي کېدای شي نگار به ژوندۍ پاتې شي. هغه د يکشنبې په ورځ په لښکرگاه کي د نامعلومو وسله والو کساهنو له خوا چي پر يوه موټر ساهيکل باندي سپاره ول په مرميو وويشتل شوه.

آغلي نگار ۳۸ عمر درلود، یو زوی او يوه لور یې درلودل. هغې له ۷ کالو راهیسي د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ په جنايي څانگه کي کار کاوه. نگار وروسته له هغه چي د مفتش درجې ته ورسېده د دغه ولايت په هوايي ډگر کي يې کار کاوه.

دا دوهمه پوليسه ده چي د دوو مياشتو په جريان کي په لښکر گاه ښار کي وژل کیږي. دوې مياشتي دمخه اسلام بي بي چي په دغه ولايت کي يې د پولیسو د جگپوړې افسرې په توگه دنده ترسره کوله د نامعلومو وسله والو کسانو له خو ووژله سوه. د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته د اسلام بي بي شغولي موقیعت د ښځو له پاره د ښه فرصتونو ښکارندويي کوله. اسلام بي بي تر وژل کيدو مخکي د روان کال په جولای میاشت کي ويلي ول چي هغې ته د نامعلومه کسانو له خوا گواښ کیږي چي خپله دنده پریږدي.

د اسلام بي بي تر وژل کیدو وروسته آغلي نګار، ورځپاڼو ته ویلي ول چي د اسلام بي بي قتل به د هغې پر کار باندي هیڅ اغېز ونه لري. هغې ویلي ول: «دا سمه ده چي زه په یوه نا امنه ولایت کي کار کوم خو زه په خپل کار کي خوشحاله یم او دندې ته مي دوام ورکوم.» هغې دا هم ویلي ول چي دې هم ځیني ګواښونه ترلاسه کړي دي خو افغانستان ښځینه پولیسو ته ډیره اړتیا لري، ترڅو پر ښځو باندي د تاو تریخوالي، جنسي تيريو او د دوی د قاچاقولو مخه ونیوله سي.

د دغو دواړو ښځينه پوليسو د وژلو مسئوليت تراوسه پوري هیڅ کومي ډلي پر غاړه نه دی اخیستی او نه يې هم په تړاو څوک نیول سوي دي.

د غه دواړه ښځي د هلمند ولایت په مرکز لښکرگاه کښي د پولیسو قومندانۍ ته نژدې د نامعلومه وسله والو له خوا په مرميو وشتل شوي دي. دغه شان پیښي دا په گوته کوي چي هغه کسان چي له دولت سره کار کوي ژوند يې له خطر سره مخامخ دی.

د بريتانيا د غير دولتي مرستندويي ټولني «اکسفام» په راپور کي چي په روانه مياشت کي خپور شوی دی راغلي دي چي د افغان پولیسو یوه سلنه برخه ښځینه پولیس جوړوي. راپور وړاندې کاږي: «ښځینه پولیسې زیاتره وخت د یونیفورم په شان د اساسي وسایلو له کمښت سره مخامخ وي، چې د هغوی نارینه همکاران یې تر لاسه کوي. د هغوی (ښځینه پولیسو) ډیر شمیر داسې احساس کوي چې یوازې د ټیټې رتبې دندې پر مخ بیایي.»

یوې پولیسي اکسفام ته ويلي دي: «له ښځینه پولیسو سره د نارينه وو پولیسو په پرتله ښه چلند نه کیږي. موږ که ښه رتبې هم ولرو موږ ته د قومندان له خوا ویل کیږي چي چای دم کړه او یا ټایپ وکړو.»

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي دا منلې ده چي د ښځینه پولیسو پر واړندي ډیر خنډونه شته او له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. هغه زیاته کړې ده چي د ښځینه پولیسو شمر۲۲۰۰ تنې دی او دغه وزارت هڅه کوي تر څو تر راتلونکو ټاکنو پوري د ښځینه پولیسو شمر دوه چنده کړي.