په هلمند کې درې تنه امریکایي سرتیري ووژل شول
۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعهاعلان
د ناتو یوه ویاند د جمعې په ورځ وویل چې درې تنه امریکایي سرتیرو د هلمند په ولایت کې د یوه افغان سرتيري له خوا وژل سوي دي.
افغاني چارواکي وایي چې دغو درو سرتیرو د ناټو له خاصو ځواکونو سره تړاو لاره. دوی د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ ناوخته، هغه وخت ووژل سول چې په یوې غونډه کې ئې ګډون کړی وو.