1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې جګړې ۳۰۰۰۰ کسان بې ځایه کړي دي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۱, پنجشنبه

په هلمند ولایت کې د پنجشنبې په ورځ هم جګړه روانه ده. افغان حکومت دې ولایت ته اضافي ځواکونه استولي دي چې طالبان بیرته پر شا و تمبوي. چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دغه ولایت مرکز به د طالبانو لاس ته نه لویږي.

https://p.dw.com/p/1JfpN
انځور: DW/H. Sirat

افغان ځواکونو طالبان له ناوې ولسوالۍ څخه پر شا کړي دي. دغه ولسوالي لښکرګاه ته نزدې پرته ده او هغه ته د طالبانو نزدې کیدو هغه اندیښنې لا پسې ډیري کړې دي چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کیدای شي د طالبانو لاس ته ولویږي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، ویلي دي: «د لښکرګاه امنیتي وضعیت زموږ تر کنترول لاندې دی.»

هغه زیاته کړې ده: «موږ ناوه ولسوالۍ یو ځل بیا تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. د ولسوالۍ په څنډو کې اوس هم جګړه روانه ده خو موږ د سیمو په پاکولو کې پرمختګونه کوو.»

وزیري ویلي دي چې په جګړه کې تر لسو ډیر طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په ولسوالیو کې د روانو جګړو له کبله ډېر ځایي اوسیدونکي لښکرګاه ښار ته تښتېدلي دي. چارواکي وایي چې په دې ولایت کې اوس د خوراکي موادو او څښاک اوبو کمښت رامنځ ته شوی دی.

هلمند ولایت د طالبانو له پاره د تریاکو د کښت له کبله ډیر ارزښت لري. له بلې خوا افغان ځواکونه هم د یوې ستراتیژیکې سیمې په توګه د دغه ښار ساتنه کوي.

جګړې په زرونو کسان بې ځایه کړي

سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په هلمند ولایت کې د روانو جګړو له کبله شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي. د دغو کسانو ډېر یې په مرکز لښکرګاه کې ځای پر ځای شوی دی.

د لښکرګاه اوسیدونکي وایي چې ښار د طالبانو په محاصره کې دی او ښار ته له ولسوالیو څخه پر رسیدونکو واټونو باندې د طالبانو له خوا ماینونه ښخ شوي دي.

له بلې خوا بیا د بې سرحده ډاکترانو سازمان ویلي دي چې په لښکرګاه کې یې د خپلو کارکوونکو شمیر کم کړی دی خو دې سازمان ویلي دي چې اوس هم د لښګرګاه ښاره په یوه روغتون کې خپل کار ته دوام ورکوي.

طالبان اوس د هلمند ولایت د ۱۴ ولسوالیو په ۱۰ کې خپل کنترول لري. افغان امنیتي ځواکونه چې امریکایان یې ملاتړ کوي د دغو سیمو د بیرته نیولو او د لښکرګاه پر لور د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي عملیات کوي.

ناټو او افغان امنیتي ځواکونو په وار وار سره ټینګار کړی دی چې اجازه به ور نه کړي، څو د هلمند ولایت مرکز، لښکرګاه د طالبانو لاس ته ولویږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب