1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کی یو نوی پولیسی ځواک له نوو دندو سره ګمارل شوی

۱۳۸۹ اسفند ۸, یکشنبه

دهلمند د امنيی قوماندان: «د نوو119 افسرانو سره د امنيت په چارو کی د پرمختګ هيله کيږی. خو په لومړي سرد هغوی مهمی دندی په پوليسی نظام كي د فساد مخنيوی، د خلکو د باورلاس ته راوړل او ښی حکومتوالی ته لاره برابرول دی»

https://p.dw.com/p/R4cb
د افغانستان د پولیسو افسران د لوړی په مراسمو کی لیدل کیږی
د افغانستان د پولیسو افسران د لوړی په مراسمو کی لیدل کیږیانځور: AP

د هلمند ولایت چی د افغانستان تر بلی هر سیمی خخه ناکراره ګنل کیږی او طالباتو سرته اډه وه، اوس ورو ورو د امن په لور ګام اخلی. دا خبره د هغه ولای د امینی قومندان، مل پاسوال محمد حکیم انګار وروسته له هغی وکړه چی دغه ولایت ته یو نوی پولیسی ځواک ورسید.

د كورنيوچارو د وزارت له خوا 119 نوي روزل سوي پوليس افسران هلمند ته واستول شول. په هلمند ولايت دپوليسو د اصلاحاتو پروسه چټكه روانه ده خو د كورنيو چارو د وزارت د پوليسو له روزنيز مركز څخه فارغه سوي هغه يوسل او نولس تنه هلمند ته راغلل چي د افسرۍ په برخه كي يي زده كړي كړي دي.

د دغه نوو فارغه سو پوليس افسرانو د راتګ هدف هلمند ته دا دى چي د پوليسو په واسطه ښي حکومتوالی ته زمينه برابره كړي. په پوليسي ادارو كي د اداري فساد له منځه يوړل سي او د خلكو هغه شليدلي اعتماد او باور بيرته راخپل كړي چي د پوليسو د ناوړه چلند له امله يي پردولت دلاسه وركړي دي.

د ملګرو ملتو په یو ورستی رپوټ کی د افغانستان پولیس په اداری فساد، اختلاس او له خلکو سره په ناوړه چلند تورن شوی دی. افغان حکومت چی ژمنه کړی تر 2014 کال پوری له نړیوالی امینتی مرستندوی ځواک خخه په ټول هیواد کی، امنیتی مسوولیت په غاړه واخلی، هڅه لری چی د خپلو امینتی ځواکونو په وضعیت کی سمونوالی رامنځ ته کړی.

دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وویل چي «د نويوروزل سوو افسرانو په راتګ سره به نورهم د هلمند امنيتي حالت پراختيا وكړي.» انګار زیاته کړه چی د پوليسو دغه نوي افسران له خلګوسره دښه چلند،جنګي تاكتيكونو، اونورومهارتونوپه درلودلوسره كولاي سي چي په هلمند كي د خلکواوپوليسوترمنځ اړيكي نوري هم ټينګي كړي.

دغه پوليس افسرا ن به د مركزلښكرګاه ترڅنګ دهلمند ولايت په ټولو ولسواليو كي په بيلا بيلو ادارو كي په دنده وګمارل سي. ويل كيږي دوي به زده كړي مهارتونه نورو پوليسوته انتقال كړي او هغوي به يي نوروته ورسوي چي په دي سره به دپوليسو په منځ كي اصلاحات نور هم ډير سي.

د كورنيو چارو د وزارت د پوليسو له تعلمي مركز څخه فارغ سوي پوليس افسران وايي هلمند ته په راتلوخوشاله دي او كوښښ به وكړي چي «دهلمند د خلكو خدمت وكړي.» دوي وايي په هرډول لازمو مهارتونو سمبال دي كولي سي چي په سيمه كي ديو شمير دسيسو مخه هم ونيسي.

هلمند چي د افغانستان په جنوب كي له ډيري مودي راهسي په نارامه ولايتونو كي حسابيږي، حکومتی چارواکی د امنیت د ښه کیدو څخه خبری کوی.

د پوليسو مسئولين وايي د پوليسو د اصلاحاتو پروسه تر نږدي ټولو ولسواليو پوري رسيدلي ده. دو ي وايي په هلمند كي د پوليسو د روزني دوه مركزونه جوړيدل د دي لامل سوي دي چي پوليسو ته پروخت او لازمي زدكري وركول سي او د هغوي په اخلاقو او رويه كي مثبت تغيرونه راسي.

دلښكرګاه ښار اوسيدونكي چي په دي ورځوكي يي د امنيتی وضعی څخه خوښی څرګنده کړی ده،غوښتنه وکړه چی «نوي تازه فارغ سوي پوليس افسران دي زياتره په لښكرګاه كي په دنده وګمارل سي.»

لښكرګاه ته رسیدلی 119 تازه فارغه سوي افسران دنده لر ي چي د لښكرګاه او ولسواليو امنيت وساتي ، دخلكو باور پردولت ټينګ كړي او دهغه پوليسو مخه ونيسي چي د پوليسو له یونیفورم څخه په استفادي د خلكو حقوق تر پښو لاندي كوي.

هلمند/مجتبی محمدی

کتونکی: عبدالباري حکيم