1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي ۸ تنه ملکي وگړي وژل سوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

افغان امینتي چارواکو خبر ورکړی دئ چي د هلمند په نا ارامه ولایت کي د سړک د غاړي یو ماین اته تنه ملکي وگړي وژلي دي او پنځه تنه نور ئې ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/15HX5
انځور: dapd

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا دغه پیښه د دوشنبې په ورځ ناوخته د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي رامنځته شوې ده. په وژل شوو کسانو کي ښځي او کوچينيان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کي راغلي دي چي د افغانستان د دښمنانو له خوا د یوه ښخ شوي ماین د چاودلو له امله اته تنه بې گناه ملکي کسان وژل شوي دي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د يو بل خبر له مخي د ایتلافي ځواکونو په حواله تیره ورځ د افغانستان په سویل کې درې تنه چي د پولیسو یونیفورم ئې اغوستی وو د ناټو ځواکونو یو سرتیری په مرميو وژلی دئ.

د ناټو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چي دغه پيښه د دوشنبې په ورځ د افغانستان په سویل کي رامنځ ته شوې ده. د وینا پاڼي په حواله برید کوونکي په تیښته بریالي شوي دي.

په روان کال کي ددغه ډول پيښو شمېر چي خپله افغان سرتیرو یا د هغوی په یونیفورم کي نامعلومو کسانو پر ایتلافي ځواکونو ډزي کړي وي شمېر ۱۷ ته رسيږي، چي ۲۳ تنه بهرني سرتیري پکښي وژل شوي دي.

آیساف په خپله وینا پاڼه کې ویلي دي: «نړیوال ایتلافي ځواک دا خبره تائیدوي، چي درې تنه چي د پولیسو یونیفورم ئې اغوستی وو د افغانستان په سویل کې تیره ورځ د خپلو وسلو خولې د ایتلافي ځواکونو پر لور ور اړولي دي او د ناټو یو سرتیری ئې وژلی دئ.»

په کندهار کې د پولیسو یوې سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه پیښه کې د ناټو دوه تنه سرتیري وژل شوي دي.

ناټو د تل په څیر د پیښي نور جزئیات او د وژل شوي سرتیري هویت نه دئ روښانه کړی.

وسله وال طالبان ادعا کوي چې دوی د امنیتي کړیو په لیکو کي خپل کسان درولي دي او دغسي بریدونه د دوی له خوا تر سره کیږي.

په افغانستان کې د آیساف ځواکونو د دغسو پیښو د مخنیوي له پاره یو شمیر امنیتي گامونه پورته کړي دي، چي په هغو کي د ناټو ځواکونو د آرام پر وخت پر هغوی باندي پيره کول هم شامل دي.

په افغانستان کي د ۳۵۰ زره افغان امنیتي ځواک تر څنگ ۱۳۰ زره بهرني سرتيري هم د وسله والو یاغیانو پر ضد په جگړه بوخت دي.

په پام کي ده چي په ۲۰۱۳ کال کي به د افغانستان ټول امنيتي مسئوليت افغان امنيتي ځواک ته وسپارل سي او د ۲۰۱۴م کال تر پایه پوري به له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي سرتیري ووزي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل