په هلمند کي ځينو وسله والو ډلو د جنگ څخه لاس اخستی
۱۳۸۹ آذر ۱۰, چهارشنبهگلاب منگل په لښکرگاه کي خبريالانو ته ويلي دي چي د مركزي د ولت د سولي د هلو ځلوسره يې جوخت په هلمند كي هم د وسلوالو طالبانو سره خبري پيل كړي دي.
هغه ونه ويل چي د كوم امتياز له مخه لسګونو وسلوالو ډلو د مخاليفيت څخه لاس اخستى دى خو زياته كړې يې ده چي اوس هم په يو ډول نه يو ډول د مخاليفينو سره په خبرو بوخت دى او هيله لري چي يوې نتيجي ته به سره ورسيږي.
والي په ډاګه نه كړه چي دغه خبري په كومه سطحه او د هلمند په كومه سيمه كي رواني دي .خو دا په داسي حال كي ده چي د هيواد د سرحدونو او قومونو چارو د وزارت مرستيال محمد يعقوب احمدزى هلمند ولايت ته ورغلی.
ده ويلي هلمند ته يي د راتګ هدف د مركزي دولت د سولي د پيغام رسول دي. هغه ويلي دي چي دولت د سولي د ټنګښت او وسلوالو مخاليفينو سره د خبرو لاره برابره كړې ده.
نوموړي له قومونو او مشرانو نه غوښتنه وكړه چي په سيمه كي د سيمه يزو طالبانو سره خبري وكړي.
خو د هلمند قومي مشران وايي دولت دي د طالبانو سره د خبرو شرايط اماده كړي،ځاى دي ورته په نښۀ كړي او د هغوی د سر د ساتني ضمانت دي وركړي.
دا خبري په داسي حال كي دوري هيسته كيږي چي وسلوالو طالبانو لا د مخه د سولي د عالي شورا د جوړيدو سره د خبرو هر ډول وړانديز رد كړى دى.
كار پوهان وايي ددې لپاره چي په هلمند كي د وسلوالو مخاليفينو ليكو ته نور كسان ورننه نه وزي دولت ته په كار ده چي د ځوانانو لپاره د كار زمينه برابره كړي.
مجتبي محمدي/ لښکرګاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل