په هلمند کي پلان سوي قتلونه ډير سوي دي
۱۳۸۹ شهریور ۷, یکشنبههلمند د نړۍ هغه برخه ده چي پکي ډيرمخدره مواد توليديږي او اوسيدونکي يې پر قاچاقوړونکو سربيره د بيلا بيلو مافيايي ډلو له شتون څخه خبر ورکوي.
افغان او ايتلافي عسکرو په تيرو څو مياشتو کي د موسي کلا ولسوالۍ او يو شمير نورو هغو سيمو د بيرته لاندي کولو لپاره پراخ عمليات تر سره کړل، چي د طالبانو تر ولکي لاندي وې. خو اوس خلک دغو سيمو ته د طالبانو د يواربيا ور تګ څخه په ويره کي دي.
سازمان سوي قتلونه يوه بله مسله ده چی په دي ورستيو کي يي په مرکز لښکرګاه کي د ويري فضا غوړولې ده.
په لښکرګاه کي د اي ار ډي موسسي يوه تن کارکونکي د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط د المان ږغ راډيو ته وويل چي په تيره يوه مياشت کي امنيتي حالت ډير خراب سوی حتي د پوليسو د جنايي څانګي مامورين هم تښتول سوي دي.
«تيره ورځ يو تن د ښار په زړه کي د ناپيژاندو ټوپک والو له لوري په ډزو سره ووژل شو، پوليس له پيښي خبر شول خو هيڅ يي هم و نه کړل، دا ښيي چي پوليس په خپلو دندو کي پاتي راغلي دي».
د سياسي چارو کارپوهان وايي چي د يو شمير ولسواليو د امنيت لپاره د حکومتي او ناټو سرتيرو ډيري پاملرني د طالبانو پام مرکز لښکرګاه ته را اړولی دی.
هغوﺉ وايي چي طالبان غواړي د لښرګاه ښار نا امنه وښيي نو ځکه د حکومتي چارواکو په ترورولولاس پوري کوي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي دوچه ويلي راډيو ته وويل چي مخالفين په ورستيوعملياتو کي مات سوي نو ځکه اوس هغوﺉ په بزدلانه بريدونه لاس پوري کوي.
دمګړۍ د هلمند امنيتي چارواکي مني چي د واشير، ديشو، خانشين او موسي کلا ولسوالۍ يو شمير سيمي د طالبانو تر ولکي لاندي دي.
خو احمدي هلته امنيتي حالت د قناعت وړ بولي او ډاډمن دی چي حالات د نورو يو شمير ولايتونو د حلاتو خلاف مخ په ښه کيدو دي.
دوې اونۍ دمخه افغان او ايتلافي ځواکونو د هلمند مرکز لښکرګاه ته څيرمه له يوي سيمي چي نوم يي ندي اخيستل سوی د طالبانو د يوه زندان د نيولو خبر ورکړ.
په دغه زندان کي شاوخوا شل تنه حکومتي مامورين، د بهرنيو موسسو کا رکونکي او د بياودانولو انجينيران شامل ول.
د اي ار ډي موسسي دوه تنه کارکونکي هم له دغه زندان څخه آزاد سول.
اي ار ډي موسسه د امريکا د نړيوالي پراختيايي اداري يوه برخه ده چي د سړکونو د جوړلو په برخه کي کار کوي.
د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي تيره اونۍ د بياودانولو د يوه شرکت پر کارکونکو د يوه لوي بريد خبر ورکړل سو.
په دغه بريد کي د دغه شرکت شاوخوا پنځوس تنه ساتونکي او کارکونکي مړه او ژوبل سول.
د هلمند والي ګلاب منګل د دغه بريد څخه وروسته په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي دغه لويه حمله د شاوخوا دوه زره طآلبانو له لوري تر سره سوي وه او دا بريد په پاکستان کي طرحه سوی وو.
په هلمند ولايت کي د سياسي چارو يو شنونکي سيديونس موسوي وايي:«په مرکز لښکرګاه کي ترورونه او نا امني په ولسواليو کي د طالبانو پر ضد د ګډو ځواکونو د عملياتو په غبرګون کي تر سره کيږي».
د هلمند د ملي امنيت اداري ريس ډګروال نظرعلي واحدي هلته د شخصي امنيتي کمپنيو شتون د ترورونو او نا امنيو اصلي لامل بولي.
هغه آلمان ږغ ته په يوه ټليفوني مرکه کي وويل:«دغه خصوصي شرکتونه په ښار کي د ناقانونه وسلو د زياتيدو لامل سوي او وسلې د ډيرو خلکو لاس ته لويدلي او ددغو شرکتونو کسان له دغو وسلو څخه په خپلو کورنيو لانجوا و تربګنيو کي کار اخلي».
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل