1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په هلمند کي سخته جگړه روانه ده»

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۵ مرداد ۱۸, دوشنبه

افغان امنیتي چارواکي وایي چې د هلمند په څو ولسوالیو کې له وسله والو مخالفینو سره سخته جګړه روانه ده. دوی وايي وسله والو مخالفینو د نادعلي ولسوالي «چاه انجیر» طالبانو نېولې وه، خو تېره شپه افغان ځواکونو بیرته ونېوله.

https://p.dw.com/p/1JdWY
انځور: Reuters/A. Malik

د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس تورن جنرال محمد حبیب حصاري نن دوشنبه (د ۲۰۱۶ میلادي کال د اګست ۸مه) په کابل کې خبري غونډي ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه د هلمند په نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو کې له وسله والو مخالفینو سره په سخته جګړه بوخت دي: «د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پرضد پوځي عملیات روان دي، خو په ټولیز توگه په هلمند کې مشکلات زیات دی.»

دا څرګندوني داسي مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبان ان د مرکز لښکرګاه ښار څو مترۍ ته راورسیدل.

په هلمند کې یوه ځایي خبریال صفت الله زاهدي په تليفوني خبرو کې دويچه ته وویل، چې په هلمند کې افغان ځواکونو ان یوه لویشت پرمختګ هم نه دی کړی: «د ناوې ولسوالي ۳۰ سلنه خاوره همدا نن سهار طالبانو ونېوله.»

د هلمند دغه ځايي خبریال زیاتوي، چې همدااوس د هلمند، کندهار او هرات لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. دغه راز، د ګرشک، ناوې، نادعلی او ځينو نورو ولسوالیو لارې هم د سختې جګړې له امله د تګ راتګ کوونکو پرمخ بندي دي.

داسې ویره هم شته، چې وسله وال طالبان به ښايي د کندز په څير د هلمند لښکرګاه ښار هم ونیسي.

خو افغان امنیتي چارواکي وایې، وسله وال مخالفین نه شي کولای دا ځل کوم ولایت ته سقوط ورکړي.

چاڼیز عملیات

حصاري وایې، د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او سویل کې د وسله والو مخالفینو پرضد ۱۹ چاڼیز عملیات دوام لري.

پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، خوست، کندهار، کندز، روزګان او فراه ولایتونو کې د وسله والو پرضد منظم پوځي عملیات روان دي: «په دغو عملیاتو کې ۵۱۸ وسله وال وژل شوي، ۱۸۸ ټپیان او ۴۳ ژوندي نېول شوي دي.» دی وایې، افغان ځواکونه هڅه کوي چې په جګړه کې ولسي وګړو ته زیان وانه وړي.

کمزوری جګړه ایز مدیریت

خو له دې سره سره هم د جګړې پرمهال د افغان ځواکونو پر مدیریت نېوکې ډېری دي. د پوځي چارو کارپوهان وایې، که څه هم پوځي او امنیتي سرتیري د وسله والو پرضد په مېړانه جنګیږي، خو په مشرتابه کې د ستونزو له امله همدغه سرتیري قرباني کیږي.

د کارپوهانو په باور د جګړې کمزوری مدیریت ددې لامل شوی چې وسله وال مخالفین افغان ځواکونه په څو محاذونو کې له ځان سره پر جګړه بوخت وساتي. دغه راز، ډيري سیمي هم چې له مخالفینو ونېول شي، بیرته له جګړې پرته د مخالفینو لاس ته لویږي.