په هلمند کي د ښځينه پوليسو شمېر زيات سوی دئ
۱۳۹۱ آذر ۱۶, پنجشنبهد هلمند ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چي اوس په دغه ولايت کي امنيتي وضعي ته په کتو سره يو شمېر خلک غواړي چي خپل کوچنيان ښوونځيو ته واستوي او حتی ښځو ته اجازه ورکړي، چي په ښوونځيو کي کار وکړي.
په دغه ولایت كي د ښځينه پوليسو مشره اسلام بي بي وايي، چي د پوليسو له مسلک سره يې له کوچینوالي علاقه درلوده او د كورنۍ تشويق يې د دې سبب سو، چي پوليسه سي.
اسلام بي بي وايي، كه څه هم ښځينه پوليسو ته ډيره اړتيا لري خو ښځي نه حاضري چي په پولیسو کی کار وکړي.
د دغه ولايت خلک وايي چي د ناامنيو په خاطر په پوليسو كي ښځي كار نسي كولای. د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنگ وايي، چي اوس په دغه ولايت کي شپېته تنې پوليسي لري، چي د نارينو په څير د ټولو حقوقو درلودونكي دي.
هغه وويل تراوسه يوازي په ګرشک ولسوالۍ او مرکز لښكرګاه كي ښځينه پوليسي راجستر سوي دي او كار كوي. خو په نورو ولسواليو کي په دغه برخه کي ستونزي لري.
ويل كيږي د هلمند په هغه ولسواليو كي چي د سواد كچه کښته وي هلته كورنۍ زړه نه ښه كوي چي نجوني دي يې ښوونځی ته ولاړي سی.
نيګاره يوه بله پوليسه ده چي له كلونو راهسي په لښكرګاه ښار كي كار كوي. دا وايي كله چي يوه كور ته د تلاشۍ له پاره ځي نو ښځي ئې ښه راغلئ کوي. هغه وايي په همدې خاطر يي په پوليسو كي پردنده شوق راغلى دى.
كه څه هم په افغانسان کي د ښځو د كار پر وړاندي ډیري ستونزي سته خو بيا هم د پوليسو چارواكي وايي، چي په پوليسو كي د ښځو شمير ورځ تر بلي په ډيريدو دى.
د کارپوهانو په آند په داسي يوه دوديزه ټولنه کي له افغانستان د ښځينه پوليسو په دندو گومارل تر ټولو اړين کار دی. ځکه د دوی په خبره د پوليسو پر ځای پوليسي ښه دي، چي په يوه کور کي تلاښي وکړي.
مجتبی محمدي/ هلمند
کتونکی: نجيب الله زيارمل