په هلمند کي د ځايي چارواکو او طالبانو تر منځ اوربند اعلام سوی
۱۳۸۹ دی ۱۳, دوشنبهپه اول واري په هلمند کي د ځايي چارواکو او وسله والو طالبانو تر منځ د هغه ولايت په سنګين ولسوالی کي د سولي يو تړون لاسليکيږي.
په تړون کي دواړو خواوو موافقه کړې چي د سنګين ولسوالۍ په ساروان قلعه سیمه کي به اوربند وي.
د طالب جنګياليو په استازيتوب د هغه ولسوالۍ قومي مشرانو ددې تړون د ساتلو وعده کړې ده.
په تړون کي راغلي دي چي طالب جنګيالي به په دغه سیمه کي پر افغان او ايساف ځواکونو بريدونه نه کوي.
د هلمند والي وايي چي د سولي دغه تړون به په هغه ولايت کي د امنيت په راوستلو کي ستر رول و لوبوي.
« زه اميدوارم چي د سولي دغه تړون به نه يوازي د ساروان قلعه، بلکي په ټول هلمند کي د امنيت د ټنګولو په برخه کي مثبت رول ولري.»
د سنګين ولسوالۍ قومي مشران وايي چي د سولي دغه تړون يې د طالبانو په استازيتوب لاسلیک کړی دی.
هغوی وايي کچيري طالبانو ددغه تړون څخه سرغړونه وکړه نو د ملاتړ څخه به يې لاس واخلي.
په عيني وخت کي د وسلوالو طالبانو يوه اته نفري ډله په هلمند ولايت کي د سولي د پروسې سره يو ځای سوې ده.
هغوی ويلي دي چي دا کار يې په هيواد کي د سولي د ټنګښت او بیا رغوني لپاره کړی دی.
دغه ډله په سنګين ولسوالۍ کي د سولي د پروسې سره يو ځای سوې. دوې ورځي وړاندي هم په هغه ولايت کي د وسلوالو طالبانو يوه بله ډله د سولي د پروسې سره يو ځای سوې ول.
سنګين د هلمند ولايت هغه ولسوالي ده چي تر ټولو ډيري وسله والي نښتي کيږي او څو مياشتي د مخه برتانوي ځواکونه ددغه سيمي امنیتي مسوليت امريکايانو ته وسپاری او خپله پر شا سول.
روح الله الهام/ لښکرګاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل