په هلمند ولايت کي بيا ښځي او کوچنيان وژل سوي.
۱۳۸۶ آبان ۲۱, دوشنبهاعلان
د ايتلافي ځواکونو په يوه اعلاميه کي نن ويل سوي چي يوه ورځ مخکي د دوی د پوځي عملياتو په ترځ کي پنځلس تنه تندلاري شکمن طالبان وژل سوي.
په خبر کي ويل سوي چي ډير شمېر مقاومت کونکي په يوه کور کي کلابند سوي وه، چي ايتلافي ځواکونو پر کور باندي د لاسي بمونو بريد کړی د کور خونه رانړېدلې او تر کنډوالو لاندي دوه ماشومان او يوه مېرمن هم موندل سوې.
پېښه د هلمند ولايت د ګرمسېر په سيمه کي رامنځته سوې.