1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانیې کې د اورگاډي چپه کیدو ۷۷ تنه ووژل

مسعود جهش (AFP, Reuters)۱۳۹۲ مرداد ۳, پنجشنبه

د هسپانیې په سویل لویدیځ کې د یوه ګړندي اورګاډي د چپه کیدو له کبله په لسهاوو کسان وژل شوي دي. د اورگاډي د چپه کېدو اصلي لامل معلوم نه دی. خو اټکل کيږي چي کېدای سي دغه پيښه د زيات سرعت له کبله رامنځ ته شوې وي.

https://p.dw.com/p/19DxS
epa03800003 General view of the train accident of a train travelling from Madrid to Ferrol which was derailed close to Santiago de Compostela, Galicia, Spain on 24 July 2013. No details of fatalities or injuries have been made availble by the train operatives. EPA/OSCAR CORRAL
Zugunglück in Spanienانځور: picture-alliance/dpa

رسنیو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د هسپانیې په «سنتیاګو دې کومپوستیلا» ښار کې د چهارشنبې په ماښام د اورگاډي د چپه کیدو له کبله نزدې ۷۷ کسان وژل شوي او ۱۴۰ تنه نور ټپیان دي. دغه شمیرې د یو شمیر چارواکو له خوا هم تائید شوي دي.

په دغه اورگاډی کې ۲۳۸ تنه مسافر سپاره ول چې د هسپانیې په سیمه ییز وخت د شپې پر نهو بجو چپه شوی دی. دغه اوړگاډی له «مادرید» څخه د «فیرول» ښار پر لور روان وو.

تلویزیونو د یو شمیر وژل شویو مسافرو مړي او د اورگاډي څلورو چپه شوي واگونونه ښوولي دي. د دغو واگونونو له یوه څخه یې دود پورته کیده.

د هسپانیې د گالیسیا سیمې مشر البرتو نونیز فیجو، له یوې سیمه ییزې راډیو سره په مرکه کې ویلي دي: «اوس هم د اورگاډي پر پټلۍ باندې مړي پراته دي.»

د پېښي په اړه څیړني پیل شوي دي

لا تر اوسه د اورگاډي د چپه کیدو لامل نه دی روښانه شوی. په داسې حال کې چې یوه هسپانیاوي تلویزیون د پېښي علت ډیر سرعت ښوولی دی، د دغه هیواد د اورگاډي دولتي ادارې «رینفي»، ویلي دي چې لا تر اوسه پوري وخت شته چې د اورگاډي د چپه کیدو د دقیق لامل په هکله تبصره وشي.

د رینفي یوه ویاند ویلي دي: «د پېښي په اړه څېړنې رواني دي او موږ باید د هغې د پایلو انتظار وباسو. موږ به په دې خبره چې اورگاډی د چپه کیدو پر مهال څومره سرعت لاره، د هغه د تور بکس تر موندل کیدو وروسته پوه شو.»

د هسپانیې لومړي وزیر ماریانو راخوی، تر پېښي وروسته د چهارشنبې په ماښام ناوخته له خپلو وزیرانو سره یوه بیړنۍ غونډه وکړه. هغه نن د پنجشنبې په ورځ د پېښي سیمي ته سفر کوي. لومړي وزیر په خپلې تویتر ټولنیزه پاڼه کي لیکلي دي: «زه غواړم په سنتیاگو کې د اورگاډی د چپه کیدو د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرگند کړم. »

تر دې څو ورځې مخکې په پاریس کې هم د یوه اورگاډي د چپه کیدو له کبله شپږ کسان ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان ول.