1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانیه کې محافظه پالو بیا ټاکنې گټلي

آژانسونه/ س.ر.۱۳۹۵ تیر ۷, دوشنبه

د هسپانیې محافظه پاله ولسي گوند (پیپلز پارټي) عمومي ټاکنې گټلي دي او په پارلمان کې یې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي. خو دغه گوند بیا په دې کې پاتې راغلی دي چې غوڅ اکثریت تر لاسه کړي او د هیواد سیاسي بن بست ته د پای ټکی کښیږدي.

https://p.dw.com/p/1JE98
انځور: Getty Images/D. Doyle

په شپږو میاشتو کې د دوهم ځل له پاره د پارلماني ټاکنو تر سره کیدو وروسته، هسپاینه یو ځل بیا د حکومت د جوړیدو له ستونزې سره مخامخ ده. د لومړي وزیر ماریانو رخوي، ولسي گوند د اټکلونو برخلاف یو ځل بیا د پیاوړي ځواک په توگه راڅرگند شوی. خو دغه گوند د غوڅ اکثرت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دي. پرته له ائتلافي شریک څخه دغه گوند حکومت نه شي جوړولی. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه چا نه غوښتل چې له رخوي سره په اتحاد کې شامل شي.

خو رخوي د بریا لمانځلو پر مهال خپلو پلویانو ته د حکومت جوړلو د حق لرلو خبره کړې ده. هغه وویل چې «سر له سبا به موږ له ټولو سره خبرې وکړو او دا کار به موږ تر سره کړو».

په ټوله کې نوو پارلماني ټاکنو د واک د توازن له کبله د ۲۰۱۵م کال د دسمبر له پارلماني ټاکنو سره ډیر توپیر نه درلود. د لومړنیو پایلو له مخې ولسي گوند ۱۳۷ څوکۍ تر لاسه کړي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵م کال کې یې ۱۲۳ څوکۍ گټلې وې. د (پي اس او يي) سوسیالستي گوند بیا ۸۵ څوکۍ گټلي دي چې په ۲۰۱۵م کال یې ۹۰ څوکې گټلې وې. د کین اړخو پودیموس اتحاد، بیا په خپل حال پاتې دی او په پارلمان کې یې ۷۱ څوکۍ تر لاسه کړي دي او په خپل دې هدف کې پاتې راغلي دي چې له سوسیالستانو څخه مخکي شي. او د هسپانیې د وگړو په نوم لبراله سیاسي گوند بیا ۳۲ څوکې تر لاسه کړي دي او په دې ترتیب یې له تیرو ټاکنو څخه اته څوکۍ کمې خپلې کړې دي. په ټاکنو کې د خلکو د گډون ونډه ۶۹،۸ سلنه وه.

د پودیموس مخکښ کاندید پابلو ایلسیاس، د دغه اتحاد پر نه قانع کوونکي اهمیت موندلو باندې اعتراف کړی دی. دغه ۳۷ کلن سیاستوال په مادرید کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ بل ډول انتظار درلود.» خو هغه ویلي دي چې گوند یې د یوه سیاسي ځواک په توگه ځان مطرح کړی دی.

د «پي اس او يي» مخکښ کاندید پېدرو سانچس، د ټاکنو له پایلو څخه رضایت ښوولی دی. خو په عین وخت کې دغه ۴۴ کلن په مادرید کې ویلي دي لکه گوند چې یې تر مخه څرنگه ویلي دي له ولسي گوند سره به په یوه ستر ائتلاف کې برخه وا نه خلي.

نوې ټاکنې چې د یکشنبې په ورځ تر سره شوې د پاچا فلیپه شپږم، له لوري پر لار اچول شوې وې. ځکه چې د ۲۰۱۵م کال په دسمبر کې تر ټاکنو وروسته، گوندونه پر دې نه وو توانیدلې چې یو ائتلاف جوړ کړي. وروسته له هغې چې دغه هیواد له یوه بن بست سره مخامخ شو نو د رخوي حکومت کولای شو چې چارې پر مخ یوسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب