1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانيې کې پوليسو چاودېدونکي توکي نيولي دي

۱۳۸۶ تیر ۱, جمعه

په هسپانيې کې د باسکي اقليت يوې توندلارې ETA نومې ډلې دوه اونۍ وړاندې اوربند بس کړی و، اوس پوليسو په يو موټر کې سل کيلوگرامه چاودېدونکي توکي موندلي دي.

https://p.dw.com/p/DKE1
نوموړې ډلې د جون د مياشتې په پيل کې اوربند بس کړی و
نوموړې ډلې د جون د مياشتې په پيل کې اوربند بس کړی وانځور: AP
سربېره پر دې پوليسو د سيمه يزو رسنيو په وينا داسې شواهد موندلي دي چې دغه توکي د ETA ډلې پورې اړه لري. نوموړې ډلې د جون د مياشتې په پيل کې اوربند بس کړی و. دغه ډله له څلويښتو کالو راپه دې خوا د باسکانو د توکميز اقليت د يو خپلواک هېواد دپاره مبارزه کوي. دغه هېواد دې د هسپانيې په شمال او د فرانسې په جنوب کې جوړ ‍شي. د ETA په بريدونو کې تر اوسه ټول ټال 800 خلک وژل شوي دي.