1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانيا کي د داعش ۲۰ زره يونيفورمونه پيدا سوي

۱۳۹۴ اسفند ۱۴, جمعه

د هسپانيا پوليسو ۲۰ زره داسي يونيفورمه کشف کړي دي چي د داعش او النصرت جبهې له پاره رانيول سوي ول. دغه کشف سوي يونيفورمونه د «دوهم لاس کالیو» په نوم ثبت سوي ول او پتېيل سوې وه چي دغو تروريستي ډلو ته ولېږل سي.

https://p.dw.com/p/1I75F
Symbolbild - Flagge ISIS
انځور: picture-alliance/dpa

د هسپانيا پوليسو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۳مه) د داعش او النصرت جبهې له پاره جوړ سوي ۲۰ زره يونيفورمونه چي په ۳ کانتينرانو کي ځای پر ځای سوي ول کشف کړي دي.

دغه کانتينرونه د هسپانيا په ختيځ والنسيا بندر او جنوب آلگسيراس کي کشف او ضبط سوي دي.

د هسپانيا د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دئ، چي په دې يونيفورم سره سړی کولای سي يو پوځ د جنگ ميدان ته تيار کړي. د هسپانيا پوليسو دغه يونيفور له هغه وروسته چي د دلالانو يو شبکه ئې ونيوله کشف کړ.

د هسپانيا پوليسو د فيبرورۍ مياشتي په لومړيو کي له تروريستي ډلو سره د تړاو په تور ۷ کسان ونيول. پر دغو کسانو تور دی چي دوی په عراق او سوريه کي د تروريستي ډلو مالي ملاتړ کړی.

دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغه يونيفورمونه چيري جوړ سوي دي. په اروپا کي ورځ تر بلي د تروريستي ډلي د پلويانو ډېرېدو اندېښنې زياتيږي.

د وروستيو راپورونو له مخي له اروپا څخه په سوو کسان له داعش سره د يوځای کېدو په موخه عراق او سوريې ته سفرونه کړي دي. د دغو کسانو ځيني ئې تر څه وخت تېرېدو وروسته بيرته اروپا ته راستانه سوي دي.