په هرات کې یوې چاودنې ۱۴ کسان ټپیان کړل
۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبهاعلان
افغان چارواکو ویلي دي چې د هرات ولایت په ښار کې نن یوه چاودنه وشوه چې له کبله ئې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
د هرات ولایت د پولیسو قوماندان سید عبدالغفار سیدزاده، ویلي دي چې چاودیدونکي مواد په بایسکل کې ځای پر ځای شوي ول.
هغه زیاته کړې ده چې ټپي شوي کسان ټول ملکیان دي چې د هغوی په ډله کې درې ښځې هم شاملې دي.
ښاغلي سیدزاده، ویلي دي چې تر اوسه د پېښې له کبله څوک نه دی وژل شوي خو د دوه تنو ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دئ.