په هرات کې يوه کليسا جوړيږی
۱۳۸۵ بهمن ۲۴, سهشنبهد ايټالويانو په مرسته به په هرات کې د افغانستان کې لومړی کاټوليکی کليسا جوړه شی. دغه عبادتځی د ايټالوي عسکرو لخوا پلان شوی دی، خو کورني کاريگر او خټگر بی يې جوړوی. دا خبر د عسکري قواوو يو وياند ايټالوي ورځپانی کوريره ده له سيره (Corriere della Sera) ورکړی دی. دغه عبادتځی په مريم (Maria) نومول شوی ده، څرنگه چې مسلمانان هم د غه نوم سره پيږندگلوی لري. تر اوسه پوری يوازی په کابل کې د ايټاليا د سفارت په انگړ کې يو عبادتځی شته دی.