1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د ښځو د فلمونو دویم نړیوال فیستیوال

هوشنگ هاشمي/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۷, شنبه

د ښځو د فلمونو دویم نړیوال فیستیوال، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او د ښځو د حقوقو تر موضوع لاندې په افغانستان کې پېل شو. دغه فیستیوال د هرات په تاریخي ارگ، کې پیل شو او درې ورځې به ادامه ولري.

https://p.dw.com/p/1DjOq
انځور: DW/Hashimi

په دغه فیستیوال کې د بیلابېلو هیوادونو د فلم جوړونکو تر ۶۰ زیات فلمونه د غوراوي کمېټې له لوري غوره شوي دي او نندارې ته به وړاندې شي. «ښځه» د دغه فیستیوال اصلي موضوع ده. د ښځو پر موضوع له بېلابیلو هیوادونو څخه ۵۰۰ فلمونه دغه فیستیوال ته معرفي شوي دي.

نندارې ته د وړاندې کیدو له پاره د ۶۰ غوره شوو فلمونو له ډلې څخه ۱۵ د افغانستان له سینما او باقي پاتې نور د ۱۵ هیوادونو د سینماگانو سره تړاو لري. د دغو فلمونو د نندارې وروسته به د امریکا، بریتانیې، ایټالیې، هندوستان او ایران پنځه کسیز ژوري هیئت به لنډ او اوږد قصه یي فلمونه او همداشان تر ټولو غوره مستند او انیمېشن فلمونه غوره او جایزې به ورکړي.

په دغه فیستیوال کې د هالیود او بالیود فلمونه هم معرفي شوي دي چې نندارې ته به وړاندی کړای شي. د افغانستان د گاونډي هیواد ایران دوه مشهورې فلمي هنرمندانې لاله سکندري او مرجان ریاحي هم په دغه فیسیتوال کې گډون لري.

د دغه فیستیوال جوړونکي وایي له دې سره سره چې ښځې په هرات ولایت کې د خپلو حقوقو په برخه کې له پوهاوي څخه برخمنې دي خو په وینا یې بیا هم د نورو ولایتونو په پرتله په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو میزان لوړ دی.

د رویا سادات په نوم افغان فلم جوړونکي چې د دغه فیستیوال له جوړونکو څخه هم ده وایي: «د ښځو پوهاوی چې هر څومره ډیر شي د تاوتریخوالي زغمل به ورته کم شي.» د نوموړې په وینا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد د مبارزې یوه لار د هنر له لارې د هغوی د درد انځورول دي.

د ایران د سینما مهشورې هنرمندانې هم په دغه فیستیوال کې گډون لري
د ایران د سینما مهشورې هنرمندانې هم په دغه فیستیوال کې گډون لريانځور: DW/Hashimi

میرمن سادات له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «تصویر کولای شي ډیر زیات اغیز ولري او په ځانگړې توگه سینما. موږ په هرات کې ۳۰ کاله تر مخه د سینما سالون درلود ولې له بده مرغه دغه څه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خراب شو. په دغه ښار کې هنر موجود وو او فلمونه به جوړیدل. خلک به د فلمونو د لیدلو له پاره د سینما سالونونو ته تلل.»

په هرات کې د ښځو د فلمونو په دویم نړیوال فیستیوال کې د لومړني فیستیوال په څیر د ایران، هند، پاکستان او تاجکستان مشهورو فلم جوړونکو حضور درلود.

نامتو افغان لیکوال رهنورد زریاب، چې په دغه نندارتو کې یې گډون درلود د کلتور په ځانگړې توگه د سینما په برخه کې د دولت پر پروگرامونو باندې انتقاد وکړ.

د دغه فیستیوال په وینا پاڼه کې راغلي دي چې دغه فیستیوال د رویا، د آرمانشهر د گډ کار او د ملگرو ملتونو په مالي مرسته پر لار اچول شوی دی. د دغه فیستیوال له اهدافو څخه یو هم د افغان ښځو نقش داسې پیاوړي کول دي چې وشي کولای له سړو سره په بیلا بیلو اجتماعي برخو کې اوږه په اوږه کار وکړي.

یوه افغان فلمي هنرمنده لینا اعلم وایي چې دغسې فیستیوالونه کولای شي د سینما د فعالیتونو په برخه کې د ټولنې د لویې برخې پر روحیې باندې اغیز ولري. هغه زیاتوي: «ښځې تشویقیږي. ښځې پر دې پوهیږي چې د هغوی قدرداني کیږي او خلک راځي چې د هغوی قصو ته غوږ کیږدي. دا پر هغو ښځو باندې چې غواړي د سینما پر لور قدم کیږدي او کار وکړي ډیر اغیز پرې باسي.»

د افغانستان د نوي حکومت په رامنځ ته کیدو سره د افغانستان د سینما مسوولین له افغان ولسمشر څخه غواړي چې د سینما د هنر په شمول په ټولو برخو کې جنسي تبعیض له منځه یوسي.