1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د مهاجرو د ادغام کمیټه جوړه شوه

۱۳۹۶ تیر ۲۹, پنجشنبه

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې چارواکو د لومړي ځل له پاره د مهاجرو د ادغام کمیټه جوړه کړه. د دې کمیټې له لارې به بیرته ستنیدونکو مهاجرو او بیځایه شوو ته په ټولنه کې د بیا ادغام زمينه مساعده شي.

https://p.dw.com/p/2gp3S
Afghanistan Herat - Reintegrationskomittee
انځور: DW/S. Tanha

په هرات ولایت کې د مهاجرو او بیرته ستندیدونکو ریاست مسئولین وایې چې دا کمیټه د بیرته ستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو د فعالیتونو بڼې د قانونمندۍ په موخه په هرات ولایت کې رامنځته شوې.

د هرات ولایت د مهاجرینو رئیس جاوید نادم وویل: «دغه کمیټه به د (I.O.M) یا د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت آژانس په همکارۍ له آسیایې او اورپایې هیوادونو څخه د بیرته ستنیدونکو مهاجرو او بی ځایه سویو سره د دوی د بیرته ادغام په برخه کې مرسته وکړي. د ګوتو نښان او بایو مترک ثبتنام سره به په ټولنه کې د دوی شتون قانوني او د یو شمیر مهاجرو له خوا د سوء استفادې مخه ونیول شي.»

د نادم په خبره له همدې امله د چهارشنبې په ورځ د هرات ولایت د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو ادارې سره همکارو بنسټونو او موسیسو ته د آګاهي ورکونې یو ورکشاپ جوړ شوی وو. د مهاجرو او بیرته ستنیدونکو وزارت استازي سرور عارفي وویل چې دوی د دغې کمیټې له لارې کولی شي له آسیایې او اروپایې هیوادونو څخه د مهاجرو بیرته ستنیدنې ته شرایط برابر کړي.

د عارفي په خبره د افغانستان د مهاجرو او بیرته ستنیدونکو وزارت د ارقامو له مخې په دې وروستیو کلونو کې تر ۳۰۰ زرو ډیر افغان ځوانان اروپایې هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

په عین وخت کې نوموړي وزارت د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت ادارې د ارقامو پر بنسټ اعلان کړی دی چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۲۴۲۸۸۲ افغان مهاجر له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته بیرته ستانه شوي دي.

په هرات ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د نمایندګۍ مرستیال عبدالغفار جمشیدي، وویل چې په دغه ولایت کې د مهاجرو د بیاځلي ادغام د کمیټې رامنځته کیدل، کولی شي له بهرنیو هیوادونو څخه په داوطلبانه شکل خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو په برخه کې لازمې اسانیاوې برابرې کړي.

نوموړي زیاته کړه دغه اداره په پرله پسې ډول کوښښ کوي چې د کوربه هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له طریقه خپل هیواد ته بیرته ستنیدونکو افغان مهاجرو ته معلومات ورسوي.

په اوس وخت کې د ۷۶ زره کورنیو په چوکاټ کې ۴۰۰ زره بیرته ستانه شوي او داخلي بی ځایه شوي مهاجر په هرات ولایت کې میشت دي. د دې کمیټې په رامنځته کیدو سره به دغو کسانو ته د مرستې او ټولنیز فعالیت بڼه چې مخکې تر دې ډیر منظم نه وو بهتره شي.