په هرات کی زعفرانو ښه حاصل کړی
۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سهشنبهد هرات ولایت د چارواکو په خبره سږ کال په دغه ولایت کی 660 هکتاره ځمکي څخه تر دوه تنه خالص زعفران په لاس راغلي.
دغه چارواکي وایی چی نړیوالو بازارونو ته د رسيدو په موخه به په دغه ولایت کی د زعفرانو د کښت یو انستیتوت هم پرانستل شی. دوی زياتوی چی د دغه انستيتوت د جوړیدو بودجه هم د اړونده وزارت لخوا تصویب شوي ده.
د افغانستان د زعفران کرونکو د ملي انستیتوت مشر، انجنیر بشیر احمد رشیدي، د افغانستان زعفران له لوړ کیفیت څخه برخمن بلی دی وایی چي د حکومت د پاملرني په صورت کي به د افغانستان زعفران د سیمي او نړی په کچه مشهوره شي.
رشیدی وایی چی د افغانستان د زعفران کرونکو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چی د دوی محصولاتو ته نړيوال مناسب بازار نه شته.
په هرات کی 10 کاله وړاندي د زعفرانو کرنه د لومړی ځل لپاره تجربه شوه. د اړوندو چارو یو شمیر کارپوهان په دي اند دی چي افغانستان کی زعفران د کوکنارو یوازینی بیدل کیدای شي او باید پرمختګ کی یی حکومت مرسته وکړی.
اوس مهال له هرات څخه پرته د هیواد مرکزی، شمالی اوجنوبی ولایاتو کی هم بزګر زعفران کري.
دویچه ویله/ شریف شرفیار
کتونکی: مسعود جهش