1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي ۹۰۰۰ کډوال د سختو ستونزو سره مخامخ دي

۱۳۸۹ شهریور ۲۲, دوشنبه

د هرات لوديزمسلخ ،ختيځ ،شيدايي ،اود ښارمرکزي سيمه منارونو کي کورني کډوال مېشت دي او د ژوند په هر اړخ کي د ستونزو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/PAh9
ډيری کډوال د زورواکو د لاسه
ډيری کډوال د زورواکو د لاسهانځور: AP

دغه کسان ځيني يي د هلمند څخه د جګړې له وجهي ورغلي ځني يې د افغانستان د شمالي ولايتونو څخه ورغلي چي په خبره يې پر ځمکو اوشتمنيو يي سيمه ايزه زورواکوخيټه اچولې او دوی يي کډوالۍ ته اړايستلي او ځيني نور يې کوچان دي چي په غوراو بادغيس کي يي د طبيعي عفتونو له کبله رمې له لاسه ورکړي د هرات په سوځنده د ښتوکي د۱۱ کلونوراهيسي ميشت دي.

په دغو کډوالو کي د بېوزلۍ،او لوږي کچه لوړه ده. د هغوی په خبره د مرستي دپاره يې هيڅ ډول مرجع نسته. د هغوی ژوند په ډيره لږ مزدوري او يا سوال باندي پر مخ ځي چي د ډيرو ستونزو سره مخامخ دي.

په هرات کي د کډوالو چارورئيس حميدالله خطيبي هم دا مني چي په درو کمپونو کي شاوخوا ۹۰۰۰ کډوالو سره نه دولت او نه هم کومي بهرنۍ مرستندويه ټولني مرسته کړې.

« په دا وروستيو څو کلونو کي د مسلخ، منارونو او شيدايي کډوالوسره مرسته نده سوې ډيرپه بيوزلۍ کي ژوند کوي »

د هرات کډوال په سوځنده ډاګونو کي ژوند کوي او د ډيرو نفرو دپاره یوه کوډله ور رسېدلې چي د لمر د وړانگو يې ساتي. مګر د ژمي د يخنۍ او اورښت پر مهال يې نه يوازي ماشومان بلکي لويان هم خپل ژوند د لاسه ورکوي.

کډوال په هيواد کي د نړيوالي ټولني له ملياردو ډالره مرستي په يادونه د حکومت څخه ګيلمن دي. خود کډوالو چارو رئيس يي په ځواب کي خبريالانوته وويل دونرانو ددوی ادارې ته هيڅ مرسته نده کړي.

« د کډوالو په برخه کي چي نړيوالي ټولني هر څومره مرستي کړي هغه يې يا د دونرانو سره يا د خپلوانجيوګانو سره کړي. په خوابدي سره به ووايم چي د هرات د کډوالواداره او د مهاجرينو وزارت سره هيڅ ډول امکانات د مرستي نسته.»

کډوال دغه راز په دغه سيمو کي د روغتيايي خدمتونو، ښونځي او نورعامه خدماتو د نشتولي والي.

خو دولتي چارواکي ددغه ادعا په رد سره وايي کمپونوته نږدې سيموکي کلينک ،اوښونځي فعال دي او ټول گټه ځني اخستلای سي.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل