په هرات کي پنځوس ټنه چاوديدونکي مواد نيول سوي
۱۳۸۹ شهریور ۱۱, پنجشنبهد ملي امنيت د چارواکو په خبره په زيرمي کي يې په زرګونه مرمۍ، سلګونه راکټونه او مینونه نيولي دي.
د هغوی په خبره په زيرمو کي چاوديدونکي توکي هم ول چي تازه ښارته را دننه سوي ول او ښايي د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځو کي يې د تروريستي بریدونو د تر سره کولو په نیت ځني کار اخستی.
په دغو وسلو او مهماتو کښي لري ویشتونکي سکر۲۰ډوله مزائیلوپه شمول ګڼ شمیرمختلف ال ډوله وسلو مرمي، باروت، اوماينونه شامل دي.
د هرات د والي ویاند نقیب الله اروین دويچه ويلي ته وويل « له نیکه مرغه ملی امنیت د خپلو هڅو په ترڅ کي د یو لوی تروریستي برید مخه ونیوله.»
هغه وويل په درو بوجیو کي ۱۵۰کیلو باروت، ۲ فیره سکر توغندی، ۱۲حلقې د ټانګ او پرسونل ضد ماينونه، ۶ فیره بې ام یو مزائیل، ۱۶ د ابوس توپ خستی او۳۴ د هاوان مرمۍ، ۲۷ د RPG7 راکټ مرمې،۴۴ د انفجاریه موادو تر ټولو خطرناک ډول توروتیل کلچې، او۱۶۰۰۰ بیلابیل ډول وسلو مرمۍ نیول سوي دي.
د والي ویاند دا د خپلو امنیتي مامورینو تر ټولو لویه بریا وګڼله زیاته يې کړه چي د ولسي جرګې د ټاکنو په درشل کي یې د یوه ورانکاره برید له شره هیوادوال وژغورل.
د وسلو سره په تړاو څوک ندي نیول سوي مګرد لټون علیات يې د وام لري.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل