1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي يو پلار پر خپلي لور د جنسي تېري په تور نيول شوی

عتيق الله مطمئن/ هرات۱۳۹۵ مرداد ۲۵, دوشنبه

د هرات ولایت امنیه قومندانۍ د یوه مسجد ملا امام په دې تور نيولی دی چې وايي پر خپلي نولس کلني لور یې له اوو کلونو راهيسي جنسي تیری کاوه.

https://p.dw.com/p/1JiYw
انځور: picture alliance/empics/D. Lipinski

د هرات امنیه قومندانۍ سرپرست مطبوعاتي مشر سید احمد محمدي په هرات کي د دویچه ویله خبريال ته وویل: «د یوه مسجد دا ملا امام د هرات د انجیل ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت ونیول شوو چې لور يې پولیسو ته شکایت وکړ، چې پلار یې پرې جنسي تیری کوي.»

د محمدي په خبره: «ملا امام نیول شوی دی او لور چې یې ۱۹ کلنه ده، د هرات روغتون د عدلي طب برخې ته لیږدول شوې، څو طبي معاینات ثابته کړي چې پرې جنسي تیری شوی او کنه. د یاد ملا وینه هم اخیستل شوې روغتون ته لېږدول شوې او څېړني پیل شوې.»

دغي نجلۍ چې د جنسي تيري تور يې لگولی او د هغې مور پولیسو ته ویلې چې د پلار له خواه د ویري له امله یې دا خبره تر ډیره پټه ساتله او له بلي خوا دا چې خپلوان یې خبر نه شې او پلار یې هم ملا امام وو، نو ځکه ډیر کوښښ یې کاوه چې دا موضوع یې له کوره ونه وځې.

هغې پوليسو ته دې ويلي دي چې له تیر کال راهيسي يې پلار درې واري په زور پر جنسي تيری کړی دی: «وروستی ځل مي پلار هغه مال تيری راباندي وکړ، چې مور مي بازار ته تللې وه.»

د لومړی وار نه دی چې په هرات ولايت کې يو پلار پر خپلي لور باندي د جنسي تيري په تور نيول کيږي. تیر کال هم په هرات کې پر یوه پلار باندي له خپلي لور باندي د جنسي تيري تور لگول شوی وو چې وروسته بیا تورن کس په محکمه کې تورونه ومنل.