په هرات کي د گازو چاودني ۱۱ انسانان وژلي
۱۳۹۴ شهریور ۳, سهشنبهاعلان
د هرات ولايت د سميه ييز روغتون وياند رفيق شېرزي، ويلي دي چي چاودنه هرات ښار ته نژدې د گازو په زېرمتون کي هغه مهال رامنځ ته سوې چي گاز تخليه کېدی.
د گازو دغه زېرمتون د کورنيو کډوالو يوه کمپ ته نژدې دی. شېرزي ويلي دي چي چاودنه دومره پياوړې وه چي د لاری موټر اور د کډوالو کمپ ته رسېدلی.
د هغه په خبره په ۱۱ وژل سوو کسانو کي ۱۰ کوچنيان دي. د ټپيانو ۴ تنه د درملني له پاره ايران ته لېږدول سوي، ځکه بدن ئې ۹۰ سلنه سوځول سوی دئ.
په افغانستان کي د گازو ډبو د چاودني پيښي ډېري رامنځ ته کيږي، ځکه په دغه هيواد کي ډېر وگړي د پخلي له پاره د گازو له ډبو کار اخلي.
ځيني وخت په هغو دوکانونو کي چي گاز پلورل کيږي هم د گازو ډبي چول کيږي او اکثره وخت مرگ ژوبله لري.